په سوات ايکسپريس وى ټريفکي پېښه کې ٢٠ کسان ژوبل شوي دي

 دخېبرپښتونخوا د سوات ايکسپرېس وى په ټنل ټو( دوهم) کې   دمسافرو يو کوسټر  دتيزرفتارۍ له امله اوړيدلى دى چې له امله يې  د ښځو او ماشومانو پشمول ٢٠ کسان ژوبل شوي دي.

 دريسکيو  او ليويز چارواکو وينا ده چې پېښه د تېز رفتارۍ له  امله  شوې ده چې په نتيجه کې يې  کوسټر بې قابو شوى او په ټنل کې  اوړيدى دى.

 د پېښې نه پس مقامي خلکو سمدستي امدادي هلې ځلې  شروع کړې او ژوبل کسان يې د بټخېلې کېټګري اى هسپتال ته ورسول- چرته چې  دهغوي  علاج روان دى.

  دا کوسټر د سوات نه پېښور ته روان  و چې ټنل ټو ته نزدې  ددې پېښې ښکار شو

د هسپتال  ذريعو ترمخه- د ځينو ژوبلو حالت مرګونى ښودل کېږي او د ښه علاج دپاره نورو هسپتالونو ته لېږل کېږي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.