په نړۍ کښې د مصنوعي ذهانت (AI) ټېکنالوجۍ استعمال د صحت په برخه کښې په تېزۍ سره زياتېږي او نوې څېړنې ښايي چې دا ټېکنالوجي ډاکټرانو سره د ناروغيو په تشخيص، او د طبي تېروتنو په کمولو کښې مرسته کوي.
د روغتيا نړيوالې سروې له مخې، هغه ډاکټران چې د مصنوعي ذهانت وسيلې کاروي، هره اوونۍ په اوسط ډول پنځه نور ناروغان هم کتلای شي. د سروې ګډونوالو ويلي چې AI د ناروغيو په پېژندلو کښې دقيقه مرسته کوي او په ځينو حالاتو کښې يې د طبي غلطيو مخه هم نيولې ده.
کارپوهان وايي چې اوس مهال مصنوعي ذهانت زياتره د طبي رپوټونو ليکلو، د ناروغانو د معلوماتو ترتيبولو او د معايناتو د نتيجو په جوړولو کې استعمالېږي، خو وروستۍ ټېکنالوجۍ د سرطان، د زړه ناروغيو او د پوستکي د ځينو نادرو ناروغيو په تشخيص کښې هم ښه نتيجې ورکوي.
په امريکا کښې د ټېکنالوجۍ شرکتونو او روغتيايي ادارو ترمنځ نوې همکارۍ روانې دي چې داسې AI ماډلونه جوړ کړي چې د ډاکټر او ناروغ ترمنځ خبرې واوري، طبي رېکارډ تيار کړي او د علاج په پرېکړو کښې مرسته وکړي.
بلخوا، څېړونکي پر داسې هوښيارو طبي وسيلو هم کار کوي چې د انسان پر بدن لګېږي او د زړه د ناروغيو او نورو طبي ستونزو نښې په سمدستي ډول څاري. د امريکا د يوې وروستۍ څېړنې له مخې، يو نوی AI لرونکی طبي پيوند د زړه د بې نظمۍ په معلومولو کښې نږدې ۹۹ سلنه برابر نتیجې ښودلې دي.
خو ماهران خبرداری هم ورکوي چې مصنوعي ذهانت بايد يوازې د مرستندويه وسيلې په توګه وکارول شي او وروستۍ طبي پرېکړه دې همېشه د ډاکټر له خوا وشي. هغوی وايي چې د AI د خوندي او اغېزمن استعمال لپاره د روغتيايي کارکوونکو روزنه ضروري ده.