ساينسپوهان د شري وايسرس په مستقل دول د ختمولو هڅه کوي

په امریکا کې يوي ساینسي مجلې “ساينس نيوز” په خپل تازه خپور شوي راپور کې ويلي دي چې نړیوال څېړونکي د شري ناروغۍ د درملنې لپاره پر نوو طریقو او کلینیکي ازموینو کار کوي ۔
دغه رېسرچ ښيي چې که څه هم تر اوسه واکسین د دې ناروغۍ د مخنيوي تر ټولو قوي لار ده، خو ساینسپوهان هڅه کوي داسې درمل يا دوايانې هم جوړې کړي چې په مستقل ډول د شري وایرس له مينځه یوسي ۔
تر اوسه د شري د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره اېم اېم ار واکسین ګڼل کېږي، چې ماشومانو ته د شري، ممپس او روبیلا ناروغیو پر ضد مدافعت ورکوي ۔ خو اوس څېړونکي د ځانګړو انټي باډي درملو په جوړولو بوخت دي چې ښايي په راتلونکې کې د شري ناروغانو درملنه اسانه کړي ۔
په نوو ازموینو کې د واکسین ورکولو داسې بله طریقه هم ازمویل کېږي چې د ستنې پر ځای د پوستکي پر کوچنیو مایکرو پیچونو ترسره کېږي ۔ پوهان وایي دا به په ځانګړي ډول ماشومانو ته اسانه او کم درد لرونکې لاره وي ۔
بل لور ته، په پاکستان کې د شري ناروغي لا هم د ماشومانو لپاره خطر ګڼل کېږي ۔ د د روغتيا نړيوال سازمان يا ډبليو اېچ او د معلوماتو تر مخه ، په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان کې د شري د ناروغۍ د یو میلیون وګړو پر سر شاوخوا ۸۰ پېښې ثبت شوې دي، چې دا کچه د نړیوالې روغتیا ادارې له ټاکلي خطر حد څخه څلور چنده زیاته ده ۔
د ماشومانو د پاره د ملګرو ملتونو ادارې (يونيسف) او ډبليو اېچ او د راپورونو تر مخه، هر کال په پاکستان کې زرګونه ماشومان د شري له امله اغېزمنېږي او یوازې په لویو واکسیني کمپاینونو کې له ۳۴ میلیونه څخه زیات ماشومان د خوندي کولو هدف ټاکل شوی دی ۔
روغتیايي کارپوهان وایي، که څه هم ساینس د شري د علاج لپاره نوې لارې لټوي، خو تر دې دمه تر ټولو خوندي او اغېزمنه لاره د ماشومانو پر وخت واکسین کول دي ۔

په دې اړه:
ټېګونه:,

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.