د جاپان زلزله: راګیرې ۲۵ پیشوګانې بې له زیانه بچ شوې

د جاپان د کوماموتو ولایت په یوه پیشو کیفه (موف كيټ كيفى) كې د زلزلې له وجې راګیرې شوې ټولې ۲۵ پیشوګانې په خوندي ډول ژغورل شوې دي.

د راپورونو ترمخه، د جولای په ۲۸مه په سیمه کې د ۷.۱ درجې زوروره زلزله وشوه چې د ایون مال ودانۍ ته یې سخت زیان ورساوه. په دې پېښه کې لږ تر لږه درې کسان مړه او ګڼ نور ژوبل شول. د زلزلې نه لږ وخت وروسته په ودانۍ کې یوه چاودنه هم وشوه، چې چارواکي یې د ګاز د لیکېدو نتیجه بولي.

د زلزلې او چاودنې له امله د پیشو کیفې ټولې ۲۵ پیشوګانې د مال دننه راګیرې شوې او څوک یې بهر نه شوې ایستلی.

وروسته چې د اور وژنې ادارې، پولیسو او د مال انتظامیې اجازه ورکړه، د کیفې مدیر ودانۍ ته دننه لاړ او د شاوخوا شپږ ساعتونو عملیاتو وروسته یې ټولې ۲۵ پیشوګانې په خوندي ډول راویستې. د کیفې د انتظامیې په وینا، هېڅ یوه پیشو ژوبله شوې نه وه.

وروسته دغه ټولې پیشوګانې د همدې شرکت یوې بلې څانګې ته، چې د هیروشیما ښار کې ده، ولېږدول شوې. د کیفې کارکوونکو وویل چې د اوږد سفر له امله یې د پیشوګانو د ستړیا اندېښنه لرله، خو هلته له رسېدو وروسته هرې یوې ته جلا پاملرنه او معاینه وشوه.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.