خېبرپښتونخوا  او بلوچستان کې ٣٢ وسله وال وژل شوي،ايي ايس پي ار

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانګې په ٢٩ جولايي ويلي   امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابيلو سيمو كې عمليات ترسره کړي چې پکې ٣٢  وسله وال وژل شوي دي.

  د شورو په ورځ د ائي ايس پي ار يا عامه اړيکو څانګې له لوري  د جاري بيان  ترمخه  د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلو سيمو كښې  دوسله وال  نېټ ورک  په ضد د امنيتي ځواكونو عملياتو روان دي

بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د٣٢و وسله والو دوژل کيدو خبره په داسې حال کې شوې ده چې  هم نن دشورو په ورځ دخېبرپښتونخوا په سوات او هنګو کې  دپوليسو او وسله والو ترمينځ دنښتوراپورونه ترلاسه شوي دي.

دسوات نه دمشال ډيجيټل دخبريال نياز احمدخان لخوا راليږل شوي راپور کې دپوليسو په حواله ويل شوي دي چې يو پوليس، څلور ځايي کسان او  څلورو نه تر شپږو وسله وال وژل شوي دي.

همدغه شان په هنګو کې  هم په يو چيک پوسټ  ترهه ګرو حمله کړې چې پکې دپوليسو ترمخه څلور  وسله وال وژل شوي دي.

 دمقامي ميډيا په رپورټونو کې په دې نښتو کې پوليسو ته هم دمرګ ژوبلې اوښتو خبره شوې ده.

په بيان کې ويل شوي دي چې  د تېر   يو شواروز په وخت امنيتي ځواكونو ٣٢  وسله وال وژلي

بيان کې ويل شوي دي چې  د شورو په شپه د خېبر پښتونخوا په خېبر ضلع كې دپټو معلوماتو په بنياد کارروايۍ ترسره شوي دي  چې پكې امنيتي ځواكونو دوسله والو   مختلفې ځالې په موثره ډول په نښه كړې او په نتيجه كې يې د ٢٤ وسله وال ووژل

په بيان کې ويل شويدي چې   د بلوچستان په   نوشکي ضلع  كې  دانټلي جنس په بنياد  ترسره شوو عملياتو کې اته ترهه ګر وژل شوي دي   

په دې کاررواييو كې وسله والو نه  وسله٬ ګوله بارود او د کورني جوړ شوي  چاودېدونكي توكي ترلاسه کړل شوي دي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.