د پاکستان د فدرالي عوايدو ادارې (اېف بي ار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره به د ۱۵ زره ۲۶۴ اربه روپو د ټېکس راټولولو هدف د مصنوعي ځيرکتيا(اې ايي) او ډيجيټلي نظام په مرسته ترلاسه کوي۔
د اېف بي ار مشر راشد محمود لنګړيال ويلي، که څه هم حکومت په نوې مالي بودجه کې تنخوا اخيستونکو، صادروونکو او د ريل اسټېټ سکتور ته ځينې مالي اسانتياوې ورکړې دي، خو بيا هم د ټېکس راټولولو هدف به د قانون د ښه پلي کېدو او ډيجيټلي څارنې له لارې پوره شي۔
هغه وويل، اېف بي ار به د ټېکس د مقدمو د هواري لپاره يو نوی ډيجيټلي “الګورېتمي سېټلمنټ” نظام پيل کړي. د دې نظام له مخې به د ټېکس د هرې مقدمې له وروستۍ پرېکړې مخکې، کمپيوټري سيستم د ځانګړو اصولو له مخې ټېکس ورکوونکي ته د جوړجاړي وړانديز کوي۔
که ټېکس ورکوونکی دغه وړانديز ومني، نو بايد د سيستم له لارې په لسو ورځو کې ټاکلې پيسې جمع کړي. له دې وروسته به هماغه ځانګړې قضيه پای ته رسېدلې وګڼل شي، خو اېف بي آر به د نورو مالياتي موضوعاتو د پلټنې واک ولري۔
راشد محمود لنګړيال زياته کړه چې هره مياشت به د عمومي خرڅلاو ټېکس (جي اېس ټي)هم په منظم ډول څارل کېږي، چې له امله به د عوايدو په راټولولو کې زياتوالی راشي۔
د اېف بي ار مشر وويل، د هېواد اقتصادي وده، په ځانګړي ډول د لويو صنعتي کارخانو توليد او د ګرانۍ کچه، به هم د ټاکل شوي هدف په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي۔
حکومت نړيوال ايي اېم اېف او پارلمان ته ويلي چې د ټېکس په نظام کې د اصلاحاتو، د قانون د ښه عملي کېدو او ځينو نويو مالي اقداماتو له لارې به په راتلونکي مالي کال کې شاوخوا يو زر او شل اربه روپۍ اضافي عوايد ترلاسه کړي۔