د کډوالۍ نړيوال سازمان (آيي او يم) اعلان کړی چې په لندن کې به د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره د هنر يو ځانګړی نندارتون جوړيږي ۔ په دې نندارتون کې به د افغانستان د نوميالۍ هنرمندې شمسيه حسني د ګرافېټي يا دېوال انځورګرۍ اثار، انځورونه او نور بصري هنري کارونه نندارې ته وړاندې شي ۔
راپورونه وايي چې دا نندارتون د افغان مېرمنو د هنري وړتياوو او کلتوري ميراث د معرفي کولو لپاره جوړېږي ۔ د نندارتون تنظيموونکي وايي چې د افغان ښځينه هنرمندانو غږ بايد نړۍ ته ورسېږي او د هغوی تخليقيت او هنر ته لا زياته پاملرنه وشي ۔
شمسيه حسني د افغانستان له مشهورو هنرمندانو څخه ده چې د خپلو انځورونو له لارې د افغان مېرمنو د ژوند، هيلو او ستونزو انځور وړاندې کوي ۔ د هغې نر په نړيواله کچه پېژندل شوی او ګڼو هېوادونو کې نندارې ته اېښودل شوی دی ۔د افغانستان هنر او کلتور له زرګونو کلونو راهيسې بډايه تاريخ لري ۔ د هنر پوهان وايي چې د ستونزو او ناامنيو باوجود افغان هنرمندان خپل کلتوري هويت ژوندی ساتي او د انځورګرۍ، مينياتورۍ، موسيقۍ او نورو هنري برخو له لارې د هېواد دودونه او ارزښتونه خوندي کوي ۔