د موبایل په سکرین یو پيغام راښکاره شي ، د بینک اکاونټ بنديدو په اړه يو ټيليفون راشي او په څو ثانيو کې لکونه روپۍ ورکې شي ۔ دا د خیبر پښتونخوا بلکې د ټول هيواد او په نړيواله کچه د ډیجیټل (بريښنايي) اقتصاد تور اړخ دی ۔ ای کامرس، ایزي پیسه او جاز کیش عام اولس ته د اسانتیا تر څنګ د فراډیانو (درغلۍ کونکو) لپاره هم نوې موقعې جوړې کړې دي ۔ د جعلي پیمنټ میسج، په نوم نوی سکیم (درغلي) هره ورځ لسګونه کسان لوټي ۔
شکېله په پېښور کې د جامو آنلاین کاروبار کوي۔ هغې مشال ډیجیټل ته وویل، یوه ورځ ورته د ۱۰ جوړه جامو جوړولو آرډر ورغی۔ پیرودونکي په موبایل نمبر زنګ وکړ او سمدستي یې د ایزي پیسې د برانډ نمبر نه د پیسو ترلاسه کولو جعلي میسج ورولیږه، خو کله چې هغې د دفتر مشر په وینا خپل ایزي پیسه اکاونټ وکتلو ، نو حقیقت څرګند شو۔
” يوازې میسج راغلی و، خو زما اکاونټ ته پيسې نه وې راغلې”
هغه وايي چې که د دفتر مشر نه وای ورته ویلي چې مخکې اکاونټ وګوره نو دا ۱۰ جوړه جامي به ورته په بيعه پريوتې وې ۔
بل اړخ ته ملاکنډ کې د کپړو (رختونو) سوداګر احمد علي وايي چې خپل دوکان کي ناست و چې له نا پیژندلې شمیرې ورته کال (زنګ) راغی، ورته وويل شول چې ستا بینک اکاونټ د بنديدو د خطر سره مخ دی ۔ په دوه ورځو کې خپل مالومات راکړه چې اکاونټ دې له بنديدو بچ شي ۔
احمد علي د خپل بينک اکاونټ مالومات ورکړل او سمدستي د بينک لخوا پيغام ورته راغی چې له اکاونټ يې ۴ لکه روپۍ ويستل شوې دي ۔
کله چې سمدستي بینک ته لاړ، نو ورته وویل شول چې له بینک نه ورته هیڅ کال نه و شوی۔ دا یو فراډ و او پیسې یې غلا شوې وې چې بيرته ترلاسه کيدل يې امکان نه لري ۔
مشال ډيجيټل د دي ستونزي د حل په اړه پيښور کي د سايبر کريم ونګ د يو لوړ پوري چاوراکي چي نه يي غوښتل نوم يي په ميډيا پيژندل شي ، د آن لائن پيسو غلا کيدو د طريقو او له دغي د بچ کيدو په اړه وپوښتل ۔ هغه په ځواب کې وويل چې د آن لاين فراډ څو قسمونه دي چې مشهور پکې د برانډ په نوم جعلي پیمنټ میسج لیږل ۔ د بينک ، پي ټي اې يا ايف آيي اې په نوم پيغام ليږل ، او پي ټي يا خفيه پن نمبر غوښتل، د انعام، لاټرۍ یا اکاونټ اپډیټ په نوم جعلي ویب سایټ ته لیږل او هلته د مالوماتو غلا کول دي ۔
هغه وويل چې په دغه طريقو غلا شوې پيسې بيرته مالک ته ترلاسه کيدل امکان نه لري ، ځکه چې غلا شو پيسې سمدستي بيلابيل اکاونټونو ته او موبايل والټونو ته ليږل کيږي ۔
نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې تر نيمايي زيات خلک مويايل يا سمارټ فون کاروي خو ډيړ خلک د بريښنايي غلا په اړه مالومات نه لري ۔
هغه وويل:
“زياتره خلک په دې نه دي خبر چې ايف آيي اې ، ايزي پيسه ، يا بينک هيڅ کله هم د ټيليفون د لارې د چانه او پي ټي يا پن نمبرنه غواړي ۔ فراډیان د ،ایزي پیسه جاز کیش ، مشهور برانډ او بينک نوم کاروي چې خلک پري ژر باور وکړي”
د سایبر کرايم ونګ د مشر په وینا، احتیاط یوازینۍ لار ده چي ولس پري د آن لاين فراډ نه بچ کيدلي شي ، بينک يا حکومت هم د ټيليفون د لارې د يو تن شخصي مالومات نه غواړي، او که څوک غواړي نو دا فراډ کوي”
هغه خلکو ته لارښودنه وکړه:
” په میسج یا سکرین شاټ باور مه کوئ ۔ خپل ايزي پيسه يا بينک ايپليکيشن خلاص کړئ بيلنس وګورئ ،که څوک درته ووایي چې اکاونټ مو بلا ک کېږي نيغ په نيغه بينک ته ټيليفون کوئ او تصديق کوئ ۔ د انعام يا لاټري په نوم راغلي لنکونه هيڅکله هم مه خلاصوئ “
