په سوات کښې د ښځو د وژنې دوه پېښې، پوليسو پلټنې پيل کړې

په سوات او بر سوات کښې په دوو جلا جلا افسوسناکو پېښو کښې دوه ښځې وژل شوې دي. پوليسو د دواړو پېښو مقدمې درج کړې دي او د نورو پلټنو او قانوني کارروایۍ لړۍ يې پيل کړې ده.

د سوات پوليسوترجمان ناصر کريمي ترمخه تيره شپه ناوخته د بر سوات د خوازه خېلې په سيمه کښې مشهوره ټک ټاکره نبيله په مبينه توګه د خپل پخواني مېړه له خوا په ډزو وژل شوې ده. نبيله د مټې د بيدرې اوسېدونکې وه او دا مهال د خوازه خېلې په ګېمن سيمه کښې اوسېده.

په يوه بله پېښه کښې، چې د سوات د عالم ګنج په سيمه کښې رامنځته شوې، يو سړي د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن په مبينه توګه له تشدد وروسته وژلې ده. پوليس وايي، د دواړو پېښو جلا جلا مقدمې ثبت شوې دي او د حقيقت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.