سټېټ بینک تېرو درېو کلونو کې د مارکیټ نه ۲۸ اربه ډالره اخیستي

د پاکستان د مرکزي بنک ګورنر جمیل احمد ویلي دي سټېټ بینک په تېرو درېو کلونو کې له انټربینک مارکېټ نه ۲۸ اربه ډالره اخیستي دي. یوازې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال پر وخت نیزدې ۹ اربه ډالره له کورني مارکېټ نه اخیستل شوي، ترڅو د هېواد د زرمبادلې ذخیرې پیاوړې شي.

د پاکستان سټېټ بینک ګورنر جمیل احمد ویلي، روان مالي کال ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کې به پاکستان ته د ۲۱.۵ اربه ډالرو بهرنیو پورونو او واجباتو ادایګي کول وي.

اسلام آباد کې جمیل احمد خبریالانو ته وویل، د جولایي په میاشت کې ۲.۲ اربه ډالره ادایګي شوې، چې پکې ۱.۴ اربه ډالره د چین سوداګریز پور او ۸۰۰ میلیونه ډالره نور بهرني واجبات شامل وو.

هغه زیاته کړه، روان مالي کال کې به ۲۱.۵ اربه ډالره پورونه بېرته ورکول کېږي، چې پکې شاوخوا ۳.۵ اربه ډالره سود هم شامل دی.

د سټېټ بینک ګورنر زیاته کړه، د ۱۲ اربه ډالرو بهرنیو زېرمو څخه ۸ اربه ډالره د سعودي عرب او ۴ اربه ډالره د چین دي. د دغو زېرمو د مودې غځولو ضرورت به د ۲۰۲۶ کال په دسمبر او د ۲۰۲۷ کال په مارچ کې رامنځته شي، او حکومت هیله لري چې دوست هېوادونه به یې موده نوره هم وغځوي.

هغه وویل، د ۲۰۲۶ کال د جولایي تر نیمایي پورې د پاکستان د زرمبادلې ټولې ذخیرې ۲۲.۶ اربه ډالره وې، چې پکې ۱۷.۲ اربه ډالره د سټېټ بینک او ۵.۴ اربه ډالره د سوداګریزو بانکونو سره موجودې وې.

د سټېټ بینک ګورنر وویل، حکومت د روان مالي کال د بهرنیو پورونو د ادایګۍ په اړه مطمئن او ډاډمن دی، او سټېټ بینک به په راتلونکو کلونو کې هم د زرمبادلې د ذخایرو زیاتولو هڅې جاري ساتي، څو د نړیوال بازار د تېلو د بیو او نورو بهرنیو اقتصادي ټکانونو پر وړاندې د هېواد اقتصاد خوندي وساتل شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.