ايران تيره شپه په اردن کې په امريکايي فوجي اډه ناڅاپي حمله کړې،ټرمپ

 دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ  په ٢٩مه جولايي  خبردارى ورکړى چې  په اردن کې به په امريکايي پوځي اډه دايراني حملو ډير سخت جواب ورکولاى شي.

دامريکې صدر ډونلډټرمپ امريکايي ميډيا سره انټرويو کې وويل ايران په اردن کې په فوجي اډې ناڅاپي دميزايل حملې کړي خو دامريکې فوج په منټونو کې دايران نه فاير کړل شوي ميزايلونه رانسکور کړي دي.

ټرمپ دا هم ويلي چې دشپې ناوخته امريکې او دسعودي عرب لخوا په عراق کې دايران حمايت يافته مليشو باندې فضايي حملې دعراقي حکومت په رابطه کارۍ سره ترسره شويدي.

هغه دغه ملېشې دنړۍ لپاره کينسر ګرځولى او ويلي يې دي چې دهغه انتظاميه  دايران حمايت يافته پراکسي ډلو خلاف په نورو اقداماتو غور کوي.

   د يو ايراني اخبار  وينا ده عراق کې د امريکې او سعودي په  حملو کې د ايران د پاسداران انقلاب 4 پوځي سلاکاران  وژل شوي دي.

دايران همشهري اخبار ويلي تيره شپه په عراق دامريکې او عراق په حملو کې دپاسداران انقلاب څلور عسکري صلاح کاران وژل شويدي.

بل لوري ته دبرطانوي خبري ادارې ترمخه دامريکې دخزانې وزارت وينا ده امريکې دايران په اړه په اتوو ټينکرو او لسو شخصياتو بنديزونه لګوليدي.

بلخوا په عراق کې دايران پلوه مليشې له لوري دامريکې او سعودي دحملو جواب ورکول ضروري ګرځولي دي او په يو بيان کې يې ويلي هغوي دعراق دخپلواکۍ حفاظت کولاى شي، په ممکنه جوابي حملو کې سعودي عرب کې دامريکې اهداف په نښه کيداى شي.

په عين حال کې دايران صدر مسعود پزشکيان اولس ته ددښمن پرضد په کلکه دودريدو اپيل کړى دى.

په يو بيان کې ايراني صدر ويلي دمړانې څرګندونه وکړئ ترڅو دناانصافۍ او ظلم مخې ته سر ټيټ نه کړو.

صدر پزشکيان ويلي څنګه چې مونږ ته ددښمن مخې ته ټيټيدل نه دي پکار، همدغه شان  دوي ته دخپلو وګړو سره بې انصافي هم نه ده پکار،دهويلي ايران دمشکلاتو او بهرني دباو باوجود مزاحمت ښودلى.

په عين حال کې دعراق وزيراعظم ددفتر نه جاري شوي بيان کې ويل شويدي چي په عراقي  خاوره دحملو دجواب ورکولو اختيار صرف دعراقي حکومت سره دى.

عراقي حکومت فريقينو نه دتاوتريخوالي نه سيوا کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي هغوي خپل ملک دسيمې تاوتريخوالي نه بهر ساتل غواړي.

خو ديوې  خبري  ايجنسۍ ترمخه، ايراني حکومت تر اوسه پورې په عراق کې د پاسداران انقلاب د دغو اهلکارو د شهادت پخلی نه دى کړی.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.