خېبر کې دټيکسونو لګولو خلاف شټرډاون هړتال شوى

په خیبرقبايلي ضلع کې دټيکسونو لګولو يا مالیو پر ضددجولائي په ۲۹مه بشپړ شټر ډاون هړتال دى ، دې هړتال کې دسوداګرو  نه علاوه  دژوند هر ميدان سره تړلې خلکو ګډون  کړى دى،او د لنډي کوتل په ګډون ټول لوی بازارونه تړلي شوي دي۔

د ټولې ضلعې  په کچه سوداګرو نه يوازې د پخوانۍ فاټا بلکې پاټا سیمو کې هم د ټيکسونو د لګولو په ضد احتجاج  کړى دى.

باړه کې دسوداګرو داتحادې يومشر سيد اياز مشال ډيجيټل ته وويل چې دې ټيکسونو لګولو فيصلې په ضد

د لنډي کوتل، جمرود، باړه، تیراه او سخي پل بازارونه په مکمله توګه تړلي شوي ، دوي له حکومته غوښتنه کړې چې وفاقي حکومت دې سمدلاسه دټيکسونو لګولو دا پريکړه بیرته واپس واخلي، ځکه د بې روزګارۍ ، او دحکومتونو بې غورۍ اوترهه ګرې او پوځي عملياتو لوجې ده،نه پرمختګ  له امله نوي ټيکسونه د منلو وړ نه دي۔

سوداګرو خبرداری ورکړى چې که ټيکسونو لګولو پريکړه بیرته وانه خیستل شي نو لاریونونه به نور هم پراخه کړي۔

دغه ډول قبايلي ضلعو کې بيلا بيل سياسي ګوندونه هم ټول په دې خبري يو موټى دي چې دوي دقبايلي ضلعو موجوده خرابو امنيتي ، انتظامي او کمزورې اقتصادي حالاتوکې ټيکسونه لګول په هيڅ صورت نه مني۔

دخيبر ضلعې دجومات اسلامي ځايي مشر شاه فيصل اپريدى وايي چې تيرو شاوخوا ۲۵ کلونو راهيسې دقبائلي ضلعوکې يو جنګ په دوي مسلط شويدي تر اوسه ددوي کم تاوانونه شويدي دهغې ازاله نه د شوې خلک بې کوره او بې روزګاره شول هيڅ ورسره پاتې نه وو، او دوي پکې اوس نوې تيکسونه لګوي۔چې امن نه وي نو تجارت هم نه وي نو بيا ټيکسونه دڅه خبرې؟که داټيکسونه ولږيدل نو دا شته روزګارونه به هم ختم شي ځکه يو خو تحفظ نيشته بل دپاسه پې ته ټيکسونه هم ولګوه نو ټوله قبايلي ضلعو دغه يو حال دى۔

دغه احتجاج کونکو تاجرانو غوښتنه وکړه چې بايد دوي له امن ، او هر ډول تحفظ ورکړل شي، قبايلي ضلعو او اولس ته شوې ژمنې او حقونه ورکړل شي او کومې اسانۍ چې پنجاب ته ورکړل شوي هغه دې دوي ته هم ورکړل شي، وروسته له هغې چې په خپلوپښو د ودريدو جوګه شي نو ټيکسونه دې ولګول شي۔

ديادونې چې دې نه وړاندې په باجوړ، ملاکنډ سوات، او نورو ضلعو کې هم دسوداګرو او سياسي ګوندونو لخوا دغه علاقو کې دنوي ټيکسون لګولو په ضد   احتجاجونه شوي وو۔ او په سوات کې يو وار بيا داګست په ۵مه يو غټ احتجاج اعلان شويدى۔

 په دې بابله دوزير اعظم شهباز شريف دسياسي چارو سلا کار رانا ثنا الله ويلي وو چې په ۳۰م جون دقانون مطابق دټيکس نظام په قباييلي ضلعو او پاټا کې لاګو کيدل دي خو دوي به هڅه کوي چې دنريوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف سره دا خبره پورته کړي او طمع يې څرګنده کړه چې هڅې به وکړي چې دپخوانۍ فاټا او پاټا لپاره ټيکس دا استثنا نوره هم وغزوي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.