دخېبرپښتونخوا د سوات ايکسپرېس وى په ټنل ټو( دوهم) کې دمسافرو يو کوسټر دتيزرفتارۍ له امله اوړيدلى دى چې له امله يې د ښځو او ماشومانو پشمول ٢٠ کسان ژوبل شوي دي.
دريسکيو او ليويز چارواکو وينا ده چې پېښه د تېز رفتارۍ له امله شوې ده چې په نتيجه کې يې کوسټر بې قابو شوى او په ټنل کې اوړيدى دى.
د پېښې نه پس مقامي خلکو سمدستي امدادي هلې ځلې شروع کړې او ژوبل کسان يې د بټخېلې کېټګري اى هسپتال ته ورسول- چرته چې دهغوي علاج روان دى.
دا کوسټر د سوات نه پېښور ته روان و چې ټنل ټو ته نزدې ددې پېښې ښکار شو
د هسپتال ذريعو ترمخه- د ځينو ژوبلو حالت مرګونى ښودل کېږي او د ښه علاج دپاره نورو هسپتالونو ته لېږل کېږي