د برېښنا (بجلۍ) په نرخ کې د لویې اضافې امکان ټول ملک کې د برېښنا استعمالونکو لپاره بد خبر دی.
د برېښنا استعمالونکو ته د اګست بلونه نور هم درانه پرېوتلی شي، ځکه د یوې میاشتې لپاره د برېښنا په في یونټ بیعه کې یوه روپۍ او ۲۰ پېسې د اضافې امکان ښودل شوی دی.
د راپورونو تر مخې، نیشنل الیکټرک پاور ریګولیټري اتھارټۍ (نیپرا) نن د جولایي په ۲۹مه د سنټرل پاور پرچیزنګ ایجنسۍ له خوا د برېښنا د ګرانولو په درخواست اورېدنه کوي.
سي پي پي اې د جون میاشتې د فیول چارجز اېډجسټمنټ په مد کې نیپرا ته د برېښنا د نرخونو د اضافې درخواست ورکړی دی.
درخواست کې ویل شوي، د جون په میاشت کې د اوبو نه د برېښنا پیداوار ۳۹ فیصده وو. د مقامي سکرو نه ۱۰.۱۱ فیصده او د درآمدي سکرو نه ۱۲.۶۵ فیصده برېښنا پیدا شوې ده.
همدارنګه، د درآمدي ګیس نه د جون په میاشت کې ۱۱.۰۲ فیصده او د نیوکلیئر نه ۱۳.۴۰ فیصده برېښنا پیدا شوې ده.
نیپرا به د درخواست له اورېدنې وروسته خپله فیصله وکړي. که دا درخواست منظور شي، نو اضافي چارجونه به د اګست میاشتې په بلونو کې شامل کړل شي.
که نیپرا د سي پي پي ای درخواست منظور کړي، نو د یوې میاشتې لپاره د برېښنا بیعه یوه روپۍ او ۲۰ پېسې فی یونټ ګرانېدلی شي..