سوات کې نښته، يو پوليس، څلور ځايي کسان او تر څلور نه شپږ وسله وال وژل شوي

 د سوات پوليسو ويلي  د جولائي په ۲۹ د بر سوات  شلخو سر په سيمه کې د پوليسو او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) ګډ عمليات ترسره  شوي چې پکې د ايليټ فورس يو سرتېرى او څلور ځايي کسان وژل شوي دي. پوليس دا هم وايي چې په ځوابي ډزو کې څلور نه تر شپږ وسله وال هم وژل شوي دي. بعضې وسله والو د مقامي خلقو په کورونو کي د ماشومانو په ډهال جوړولو سره  پناه اخستې.

د پوليسو په وينا، د ترهګرو په ډزو  د ايليټ فورس سرتېرى ګلفام خان وژل شوی دی. پوليس زياتوي چې د نښتې پر مهال درې ځايي کسان، محمد کريم، عمر حيات او ګل زيب هم وژل شوي دي.

بل لور ته د ګلفام خان د جنازې لمونځ د سوات پوليس لاين کښې په سرکاري اعزاز ادا شوی دی.

دهغه  په جنازه کې د ملاکنډ کمېشنر، ار پي او ملاکنډ، ډي پي او سوات، د پوځ او پوليسو لوړپوړو چارواکو او د سول سوسايټۍ استازو ګډون کړی وو. د پوليسو يوې دستې  هغه   ته سلامي هم وړاندې کړې ده.

په دې موقع ار پي او ملاکنډ وويل چې د پوليسو شهيدان د ولس رښتيني اتلان دي او د هغوی قربانۍ به تل يادې ساتل کېږي. وروسته د ګلفام خان مړی د خاورو ته  سپارلو لپاره د هغه پلرني کلي، کوهاټ ته ولېږل شو، چرته چې به نن خاورو ته وسپارل شي.

پوليس وايي چي وروسته وسله والو د موسم نه فايده واخسته او پشا تمبول شوي دي، د شلخو سر اوس د پوليسو په ولقه کي دى او مورچي يي نيولي دي.

د مټي مقامي خلقو وينا تر مخه د ځاي څلور وژلي شوي تنانو د پوليسو سره مرسته کوله، دغه وژلي شوي تنانو جنازې د مټي په بيلا بيلو سيمو کې ادا کړل شوي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.