د ټولنيزو رسنيو په سيلاب کې لاهو شوی خبر

د پښتنو ټولنې ته د ټولنيزو رسنيو يا سوشل ميډيا راتګ او عاميدو د ژوند په بيلا بيلو برخو سربيره تر ټولو زيات اغيز په ژورنالزم وکړو ۔ پخوا چې روايتې رسنۍ لکه ريډيو ، ورځپاڼې او ټيلويزون د معلوماتو او خبرونو سرچينې وې نو د غلط خبر ، د دروغو معلومات ، پروپيګنډا يا فيک نيوز خپريدل دومره عام نه وو لکه اوس چې دي ۔ اوس د سوشل ميډيا زياتره کارونکو ته په سمو او ناسمو معلوماتو او خبرونو کې توپير کول خورا ګران دي ۔
داسې هم نه ده چې ګني پخوا غلط معلومات يا په لوی لاس د يو خاص مقصد د پاره جوړشوي (پلانټټډ نيوز) بيخې نه وو ، داسې پخوا هم کيدل چې ژورنالستانو او شنونکو به يوې پيښې ته په خپلو چشمو کې کتل او د خپلې خوښې رنګ به يې ورکولو ، خو دا استثنايي حالتونه وو او داسې چل ول کونکې ژورنالستان او ليکوالان هم معلوم خلک وو چې لوستونکي به يې د مزاج او وفادارۍ سره آشنا وو او پوهيدل چې دوی ولې او د چا په وينا داسې کوي ۔ حتا په قلمي نومونو ليکل کونکي کسان هم پټ نه پاتې کيدل او زر يا په ځنډ رسوا کيدل ۔
خو اوس د ټولنيزو رسنيو هر کارونکی د يو صحافي يا ليکوال درجه خپله کړې ده او دا خپل حق ګڼې چې د خپل اکاونټ نه د خپلې خوښې خبرې د يو “خبر” يا “تجزيې” په توګه وړاندې کړي ۔ دا سوشل ميډيا په دې سيلاب کې “ريښتونی خبر” لاهو شوی دی چې بيرته راويستل يې د عادي کس نه بلکې يو “تکړه لامبوزن” کار دی ۔
ځينې ماهران په دې نظر دي چې روايتي رسنۍ خپل مقررات او اصول لري ، کارکونکي يې تربيت شوي کسان وي او يوه پيښه چې د خبر يا تبصرې بڼه اخلي نو له ډيرو مرحلو او لاسونو راتيريږي ۔ ځکه غلطۍ او کمزورۍ ترې لرې کيږي او لوستونکو يا اوريدونکو او کتونکو ته په اصلاح شوې بڼه وړاندې کيږي ۔
خو په اسلام اباد کې د ميډيا ماهر او د نمل پوهنتون د ژورنالزم څانګې مشر ډاکټر خالد سلطان “مشال ډيجيټل” ته وويل چې دا سمه نه ده چې سوشل ميډيا اصول نه لري بلکې د سوشل ميډيا هر پليټ فارم لکه يوټيوب ، فيس بک ، ايکس (پخوانی ټويټر) ، ټک ټاک وغيره خپله پاليسي لري او ځينې توري يا تصويرونه خپرولو ته نه پريږدي بلکې د خپرونکي اکاونټ هم بندوي ۔
هغه وويل چې ټولنيزې رسنۍ اووه (۷) عمومي اصول هم لري چې ذمه واري ، ريښتونولي او د بل احترام يې غټ توکي دي ۔ په سوشل ميډيا د دروغو خبرونو خپرولو ستونزه هم صرف په وروستو پاتو هيوادونو کې ده ځکه چې په داسې ټولنو کې خلک دغه اصول نه مراعاتوي ۔
په اسلام اباد کې د “نيوز” ورځپاڼې خبريال او تجزيه نګار عمر چيمه ، چې خپله هم په يوټيوب وي لاګ کوي او ډير کتونکي لري ، وايي چې د خلکو په ذهنونو کې د يوې نظريې پخولو د پاره په سوشل ميډيا د دروغو خبرونه خپريږي خو د داسې خبرونو کره او کوټه معلومول ناممکن هم نه دي ۔
هغه وويل چې که د داسې پوسټونو (فيک نيوز) لاندې کمنټونه په غور سره وکتل شې نو اندازه ترې کيدی شي چې دا يو غلط خبر دی ۔
د پاکستان حکومت هم مني چې په سوشل ميډيا پروپيګنډې او د دروغو خبرونه خبريږي ۔ د اطلاعاتو وزير عطا۶ الله تارړ څو ځله خبري غونډو ته ويلي دي چې په ټولنيزو رسنيو “د پاکستان دښمنان” د دروغو خبرونه خپروي ۔ خو د حکومت سياسي مخالفين تور لګوي چې واکداران تنقيد کونکو ته د دښمن په سترګه ګوري او د دښمن غوندې بردخورد ورسره کوي ۔
حکومت د سوشل ميډيا د مهارولو د پاره د بريښنايي جرمونو د مخ نيوي قانون (پريونشن آف اليټکرونک ايکټ يا پيکا) هم جوړ کړی دی او ادعا کوي چې په دې کې يې د ژورنالستانو سره هم سلا کړې وه ۔ خو د راولپنډي اسلام اباد يونين آف جرنلسټس مشر آصف بشير چوهدري “مشال ډيجيټل” ته وويل چې په دې کې حکومت د ژونالستانو مشورې نه دي شاملې کړې ځکه ژورنالستانو د دې په ضد لاريونونه وکړل ۔
هغه وويل چې دا قانون هم زياتره د حکومت مخالفينو او په ادارو تنقيد کونکو خلک په ضد کارول کيږي خو که يو عادي کس د سوشل ميډيا د يو پوسټ له وجې د چا په ضد عريضه وکړي نو اړوند چارواکي کوم ځانګړی ګام نه پورته کوي ۔
د ميډيا ماهران وايي چې په سوشل ميډيا د غلطو خبرونو د مخ نيوي د پاره د خلکو تربيت مهم دی او اولس ته پوهه ورکولو سره د ټولنيزو رسنيو د عمومي اصولو د مراعاتولو امکان زياتيږي ۔

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom