په سوات کې ځايي سياستمدار په ډزو وژل شوی دی

د خيبر پښټونخوا په سوات ضلع کې د مټې تحصيل د چپريال ګړۍ په سيمه کې د ډزو په يوه پېښه کې د شنبې په ورځ (۴م جون) يو ځايي سیاستمدار ووژل شو او  يو بل تن ژوبل شو ۔

د رېسکيو سرچينو او پولیسو د وينا تر مخه ، په پېښه کې ۵۰ کلن سميع الرحمن وژل شوی دی ۔ په ډزو کې ۳۵ کلن عمر رحمان ، چې د چپريال اوسېدونکی دی ، زخمی شوی دی ۔ وژل شوې تن د پاکستان پیپلز پارټۍ ځایي مشر و ۔  

د ډزو پیښه هاغه وخت رامينځ ته شوه کله چی عمر رحمان په یوه جنازه کی ګډون کولو ۔

د ريسکيو طبي ډلې ټپي ته له لومړنۍ طبي مرستې ورکولو وروسته هغه د مټې تحصيل هيډکوارټر روغتون ته ولېږداوه، او د وژل شوي کس مړی يې هم د قانوني چارو د بشپړېدو لپاره روغتون ته انتقال کړ ۔

د پیښې ذمه واری چا نه ده منلې ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.