د پښتو د سنيما کيسه يوازي تاريخ نه بلکې د يو کلتور داستان دی ۔

په کال ۱۹۷۰ او ۸۰ کې به د پښتو فلم د تفريح سره د ټولينيزو ارزښتونو او دودونو بيلګه وه ، د بدر منير او اصف خان پشمول ګڼ شمير اداکاران به د فلم بريا او د نندارچيانو سنيماګانو د راوستو ضمانت ګنړل کيدل خو د وخت تيريدو سره د پښتو سنيماګانې خالي شوې او اوس کتونکي نه لري ۔
ساټ
که يو خوا غير معياري او په بيړه جوړ شوو فلمونو د کتونکو باور کمزوری کړی دی نو بل خوا کيبل ټي وي او انټرنيټ د تفريح نوې لارې پرانستې دي ۔
ساټ
د شلمې پيړۍ په اويايمو او اتيا يمو لسيزو کې يوازې د خيبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې شاوخوا ۴۰ سینماګانې فعالې وې چې په زياترو به د پښتو فلمونه ښودل کېدل ، خو اوس په ټول پيښور کې صرف دوه ، درې سینماګانې پاتې دي ۔ که څه هم په ټول ملک کې عصري سینماګانې زیاتې شوې دي، خو د پښتو فلمونو لپاره ځانګړې سینماګانې او سکرینونه ډېر محدود شوي دي، چې دا د پښتو سینما د زوال څرګند انځور وړاندې کوي ۔

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom