د پاکستان وزير اعظم (لومړي وزير) شهباز شریف ويلي دي چې که څه هم د امریکا او ایران ترمينځ د درې میاشتې وړاندې پیل شوې جګړې د پای ته رسولو د پاره د سولې تړون د لاسلیک مراسم به په جینیوا کې ترسره شي، خو کوربه به یې پاکستان وي.
هغه د دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل: “د دې تاریخي تړون د لاسلیک مراسم به د جمعې په ورځ، د جون په ۱۹مه، په جینیوا کې ترسره کيږي، او د خدای په فضل، دا به کوربه توب به يې پاکستان کوي”
د دې هوکړې ترمخه ، امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو، د امریکا لخوا د ایران د محاصرې ختمولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره په یو لايحه عمل متفق شوي دي ۔
جګړه د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې هغه وخت پیل شوه، چې امریکا او اسراییل پر ایران بریدونه وکړل ۔
د شخړې په اوږدو کې، پاکستان د سولې لپاره په مينځګړیتوب کې فعال پاتی شو او د اپریل په میاشت کې یې په اسلام آباد کې د دواړو خواوو ترمينځ د خبرو اترو زمينه هم برابره کړه ۔
د امریکا او ایران ترمينځ په اسلام اباد کې مستقیمې خبرې اترې پرته له کومې موافقې پای ته ورسېدې، خو ختمې نه شوي ۔
دا وروسته له هغه وشوه چې پاکستان د دواړو خواوو ترمينځ اوربند وکړ۔ په دې مهال دواړو خواوو څو واره د اوربند نه سرغړونه هم وکړه خو اوربند مات نه شو ۔
څو ورځې وړاندې شهباز په خپل ایکس (پخواني ټويټر) په يو پوسټ کې کې اعلان وکړ چې دواړه خواوې د ژورو خبرو اترو وروسته “د سولې تړون” ته رسیدلي دي ۔
هغه وويل:
“دواړو خواوو د لبنان په شمول په ټولو سيمو کې د پوځي عملياتو د سمدستي او دايمي پای ته رسولو اعلان کړی دی “
د دوشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وینا ه وخت شهباز شریف وویل چې نن نړۍ د سولې یو “تاریخي پړاو” ته ورسيده ۔
هغه وویل چې یو نوی سهار راڅرګند شو ځکه چې “د دریو میاشتو او ۱۶ ورځو نه ستړې کیدونکو هڅو وروستو، امریکا او ایران د لبنان په ګډون د پوځي اقداماتو سمدستي او دایمي پای ته رسیدو اعلان وکړ”
صدراعظم شهباز شریف وویل چې د دې تاریخي تړون د لاسلیک مراسم به د جون په ۱۹مه، د جمعې په ورځ په جینیوا کې ترسره کيږي او پاکستان به د مراسمو “کوربه” وي ۔
هغه د پاکستان خلکو، نړیوالې ټولنې او د قامي اسمبلۍ غړو ته مبارکي وویله او زياته يې کړه:
“دا د دوو هېوادونو ترمينځ موافقه نه ده، بلکې د سولې او خبرو اترو بریا ده – یوه ډیپلوماټیکه بریا” ۔ شهباز شريف د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مشرانو ستاینه وکړه ۔