په امريکا کې يو زده کوونکي د مصنوعي ځيرکتيا (اې آيي) په مرسته په فضا کې تر يو نيم ميليون زيات داسې شيان موندلي چې تر دې وړاندې نه وو ثبت شوي۔
زده کوونکي د ناسا د فضايي معلوماتو جاج واخيست او يو داسې کمپيوټري پروګرام يې جوړ کړ چې د ستورو او نورو فضايي شيانو بدلونونه او خوځښتونه پېژني۔
د دې پروګرام په مرسته ساينسپوهانو ډېر نوي ستوري او نور فضايي شيان وموندل۔ کارپوهان وايي دا موندنه به د کايناتو او ستورو د ژوند په اړه د لا ډېرو معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي۔
ناسا د دغه زده کوونکي د کار ستاينه کړې ده۔ د ادارې په وينا، مصنوعي ځيرکتيا اوس د فضايي څېړنو يوه مهمه وسيله ګرځېدلې ده، ځکه چې د ډېرو معلوماتو څېړل د انسان لپاره سخت وي، خو کمپيوټر يې په لنډ وخت کې شننه کولی شي۔
ساينسپوهان وايي چې په راتلونکو کلونو کې به مصنوعي ځيرکتيا د فضا تر څنګ د طب، چاپېريال او نورو ساينسي برخو په څېړنو کې هم مهم رول ولوبوي۔