په ونزويلا کې د ۷.۲ او ۷.۵ درجې دوو زورورو زلزلو وروسته د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د بېړنيو مرستو لړۍ پيل کړې ده۔ دغو زلزلو لسګونه کسان وژلي، سلګونه نور يې ټپيان کړي او ګڼې ودانۍ يې نړولې دي۔
د ژغورنې ډلې لا هم په سختو ځپلو سيمو کې د خاورو لاندې د بند پاتې کسانو د راايستلو او د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هڅې کوي۔
مکسيکو، برازيل، ډومينيکن جمهوريت او جرمني اعلان کړی چې ونزويلا ته به د ژغورنې ځانګړې ډلې، ډاکټران، طبي سامان او نور د مرستې وسايل واستوي۔
د مکسيکو ولسمشرې کلاوډيا شينبام ويلي، هېواد يې د ونزويلا له چارواکو سره په همغږۍ د بېړنيو مرستو چمتووالی پيل کړی او اوسنی لومړيتوب د ژغورنې عمليات او د ټپيانو درملنه ده۔
د برازيل ولسمشر لوئيز اېناسيو لولا دا سيلوا هم ويلي، حکومت يې د مرستو او بيا رغونې په چارو کې د ونډې اخيستو لارې چارې ارزوي او د ونزويلا له ولس سره خپل بشپړ ملاتړ څرګندوي۔
ډومينيکن جمهوريت چمتووالی ښودلی چې د خپلو وسلهوالو ځواکونو د ژغورنې ځانګړې ډلې او طبي کارکوونکي د مرستې لپاره واستوي۔
جرمني اعلان کړی چې د مرستو لپاره به شپږ پوځي بار وړونکې الوتکې ولېږي۔ د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون هم ويلي چې د ژغورنې او د کنډوالو د پاکولو ځانګړې ډله به ونزويلا ته واستوي، څو د قربانيانو په راايستلو او د ژوندي پاتې کسانو په لټون کې مرسته وکړي۔
هسپانيې هم ويلي چې بشري مرستو ته چمتو ده او د مرستو د لېږد لپاره اړينې تيارۍ روانې دي۔
تر ټولو زيات زيان د لا ګوايرا ايالت ته اوښتی، چې هلته لسګونه ودانۍ نړېدلې او سړکونو، پلونو او نورو عامه تاسيساتو ته سخت زيان رسېدلی دی. چارواکو دغه سيمه د ناورين ځپلې سيمې په توګه اعلان کړې ده۔
د پلازمېنې کاراکاس ترڅنګ د سيمون بوليوار نړيوال هوايي ډګر هم د زيان له امله تړل شوی دی۔
چارواکي وايي، اوسنی لومړيتوب د کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو ژغورل او د ټپيانو درملنه ده. دوی خبرداری ورکړی چې د ژغورنې د عملياتو له دوام سره ښايي د مړو شمېر نور هم زيات شي۔
په همدې حال کې نړيوالې ټولنې د ونزويلا لپاره د بشري مرستو او د وران شويو سيمو د بيا رغونې د زيات ملاتړ غوښتنه کړې ده۔