د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام لپاره په سیالکوټ کې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکی فوټبال جوړیږي
د پاکستان د سپورتي توکو مشهور ښار سیالکوټ یو ځل بیا د نړۍ د فوټبال د سترې سیالۍ په مرکز کې راغلی دی. د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام رسمي فوټبال، چې “ټریونډا” نومېږي، په سیالکوټ کې جوړېږي او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له نوې ټېکنالوژۍ سره سمبال دی.
دغه فوټبال د اډیډاس د “کنیکټډ بال ټېکنالوژۍ” برخه ده چې پکې یو پرمختللی سنسر لګېدلی دی. دا سنسر د لوبې پر مهال په ریښتیني وخت کې معلومات راټولوي او د لوبڅارانو (ریفریانو) سره د آف سایډ او نورو پرېکړو په کولو کې مرسته کوي.
د راپورونو له مخې، دغه فوټبال د سیالکوټ د فارورډ سپورټس شرکت له خوا جوړېږي. دا هماغه ښار دی چې له لسیزو راهیسې د نړیوالو فوټبالونو، کرکټ بالونو او نورو سپورتي توکو د تولید له امله نړیوال شهرت لري.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام سیالۍ په امریکا، کاناډا او مکسیکو کې ترسره شي او د “ټریونډا” فوټبال به د ټورنمنټ په ټولو لوبو کې وکارول شي.
د سپورتي چارو پوهان وايي، د نړیوال جام لپاره د پاکستان جوړ فوټبال ټاکل کېدل نه یوازې د سیالکوټ د صنعت لپاره یو لوی ویاړ دی، بلکې دا د پاکستان د سپورتي توکو د نړیوال معیار او کیفیت څرګندونه هم ک