د کویت د بهرنیو چارو وزیر شیخ جراح جابر الاحمد الصباح له پرون (۲۸مه جولای) راهيسې د پاکستان په دوره راغلی دی او د پاکستان د مشرتابه سره ليدنې کتنې او خبري اترې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کي ويلي دي چې شيخ جراح دا دوره د بهرينو چارو وزير او نايب وزير اعظم اسحاق ډار په بلنه کوي.
په اعلاميه کي ويل شوي دي چې دا سفر د پاکستان او کویت د ګډ هوډ منعکس کوي چې خپل دوامداره ملګرتیا نوره هم پیاوړې کړي او د دواړو هیوادونو د متقابلو ګټو لپاره همکاري پراخه کړي.
د جولای په ۱۸مه، اسحاق ډار د کويت د بهرنيو چارو وزير سره ټیلیفوني خبرې کړې وې ۔ د شيخ جراح دوره او د پاکستاني مشرتابه سره خبرې اترې به په سيمه کې کيدونکو بدلونونو او نړيوالو مسالو ته ګډ ځواب ويلو متمرکزې وي ۔
د سياسو او ديپلوماتيکو چارو شنونکي وايي چې هسې خو د کويت يا کوم ملګري هيواد د بهرنيو چارو وزير د پاکستان دوره د معمول خبره ده خو د شيخ جراح د سفر ارزښت په سيمه کي د ايران او امريکا ترمينځ جنګ له وجې زيات شوی دی.
دا سفر په داسې حال کې کیږي چې پاکستان د انرژۍ همکارۍ او پانګونې په بدل کې له کویت سره د دفاعي تړون په اړه خبرې اترې کوي.
څیړونکي وايي چې دا خبرې اترې لا هم په لومړني پړاو کې دي او د امريکا او ایران ترمينځ د زیاتیدونکي تاوتریخوالي له امله نور هم پیچلې کیدی شي ۔
کویت له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان سره محدود دفاعي تړون لري چې د پوځ روزنه او د امنيتي ځواکونو ګډ تمرینونه پکې شامل دي ۔
په اسلام اباد کې تجزيه نګار او د “پي کې پلس” په نوم د خبرونو او تجزيو ويب سايټ چلونکي وسي بابا “مشال ډيجيټل” ته وويل چې د سيمې حالاتو پاکستان او کويت يو بل ته نورهم نږدې کړي دي. هغه وويل چې پاکستان د کويت سره دفاعي ټرون درې کاله پخوا کړی وو ، خو اوس يې اعلان اوشو او په دې حقله خبرې اترې پيل شوې.
هغه زياته کړه:
“دايران او امريکا ترميځ جنګ په مهال خليجي هيوادونه په نخښه شول. د سيمې جنګي وضعې کويت دې ته اړ کړو چې د پاکستان سره د سعودي عرب په شان د دفاعي ټرون په اړه خبرې اترې وکړي کوم چې درې کاله پخوا لاسليک شوی دی. کيدی شې چې د دې تړون په رڼا کې پاکستان کويت ته خپل سرتيري هم وليږي”
خو هغه دا هم وويل چې داسې تړون ډير وخت اخلي ځکه چې د سعودي عرب سره هم د تړون نه وړاندې په کلونو کلونو خبرې اترې شوې وې.