ه هغې وروسته چې د جون په اتمه نېټه د امريکا يو هيليکوپټر د عمان د هرمز تنګي ته نږدې د عمان په سرحدي سيمه کې ولوېد، امريکا ادعا وکړه چې دغه هيليکوپټر د ايران له خوا په نښه شوی او د دې پېښې سخت ځواب به ورکړي. خو ايران دغه تورونه رد کړل. خوا امريکي بيا هم د ايران په بعض سيمو باندي ميزائيلي اويشتلي.
وروسته د جون په يوولسمه نېټه امريکا يو ځل بيا اعلان وکړ چې د پاکستان په وينا يي بريدونه بند کړي او د ايران سره د بشپړ سولې په اړه خبرې روانې دي او ډېر ژر به دواړه هېوادونه پر يو تړون موافق شي. په دې اړه ايران هم د جون په دولسمه نېټه ټينګار وکړ چې له امريکا سره د جګړې د پای ته رسولو او يوې موافقې ته د رسېدو امکان شته.
همدارنګه د جون په ديارلسمه نېټه د پاکستان لومړي وزير ميا شهباز شريف په ايکس پانړه يو بيان کې وويل چې د ايران او امريکا ترمنځ د دايمي اوربند لپاره د تړون مسوده چمتو شوې او تمه ده چې دواړه هېوادونه به ډېر ژر پرې لاسليک وکړي.
خو د جون په ديارلسمه ايران يو ځل بيا اعلان وکړ چې له امريکا سره د سولې د تړون لپاره لا کومه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې تړون کېدای شي.
بلخوا اسرائيلو هم د جون په ديارلسمه وويل چې د امريکا او ايران ترمنځ د سولې په تړون کې به اسرائيل کوم لوری نه وي.
دغه جګړه د فبرورۍ په اته ويشتمه د امريکا، اسرائيلو او ايران ترمنځ پيل شوې وه. په جګړه کې په پراخه کچه توغندي او بې پيلوټه الوتکې (ډرونونه) کارول شوي دي. د ايران ګڼ شمېر سيمې په نښه شوې چې پکې د ايران د ستر مذهبي مشر علي خامنهيي په ګډون ګڼ لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي وژل شوي دي.
همدارنګه ايران د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کوېټ او بحرين په ګډون پر ځينو ګاونډيو هېوادونو د ډرونونو او توغنديو بريدونه کړي دي. د اسرائيلو ځينې ښارونه هم د ايران له خوا په توغنديو ويشتل شوي دي.
له بلې خوا ايران د هرمز تنګی هم د هر ډول بېړيو پر مخ تړلی دی. ويل کېږي چې د نړۍ شاوخوا شل فيصده خام تيل د همدې لارې له خليج سيمې څخه نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي. د دغې لارې د تړل کېدو له امله په نړيوال بازار کې د تېلو کمښت رامنځته شوی او بيې يې په بې سارې توګه لوړې شوې دي.