د بنو پولیسو ویلي، د جون په ۲۶مه د میراخېل تاڼې اړوند سرکلر روډ باندې نامعلومه وسله والو د یوې نجي/شخصی ادارې په ایمبولینس ډزې وکړې، دویې زیاته کړې چې په دغه ډزو کې څلور کسان مړه ځایې په ځایې وژل شوي.
پولیسو بیا دا هم وویل چې وژل شوي تنان د پوسټمارټم عملیاتو د پاره د بنو روغتون ته وړل شوي.
د پولیسو په وېنا چې برید کونکي د ډزو وروستو د ځایه تښتېدلي، خو د پولیسو لخوا یې د لټون عملیات روان دي.
پولیس وایې، د وژل شویو درې کسانو پیژندګلو شوې، خو یو کس لا هم نه دې پیژندل شوې، او زیاتوي چې د دغه پیښې قانوني رپورټ ثبت شوې
ده څه مودې راهسې خیبر پښتونخوا جنوبی ضلعو بنوں، لکي مروت او داسې نورو جنوبي سیمو کې د نا امنۍ پېښي زیاتې شوي دي چې د وسلوالو لخوا پر امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي او سرکاري ملازمین په نښه کیږي.
د جون پر ۲۳ مه هم د جنوبي وزیرستان سراروغه سیمه کې وسلوالو په ډزو کې د تاڼې د مشر ( ایس ایچ او) په ګډون ۷ پولیس سرتېري وژل شوي وو.
ددې پېښي ذمه واري لا تر دې دمه چا نه ده قبوله کړې.
بل لور ته حکومت وایي د وسلوالو پر ضد د خيبر پښتونخوا جنوبي ضلعو په ګڼو سیمو کې وخت پر وخت عملیات کړي او لا هم د وسلوالو پر ضد د حکومت عملیات دوام لري.