د امریکا او ایران ترمينځ د یوې نوې هوکړې لپاره خبرې روانې دي او دواړه هېوادونه یوې موافقې ته نږدې شوي دي ۔
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د هوکړې لپاره ښه پرمختګ شوی او کېدای شي په راتلونکو ورځو کې پرېکړه وشي ۔
د راپورونو ترمخه، په دې هوکړه کې د ایران پر ضد د ځینو بندیزونو کمول، د هرمز تنګي د تګ راتګ د پاره خلاصول او د ایران د اټومي پروګرام په اړه نورې خبرې شاملې دي ۔
خو ایراني چارواکي وايي چې لا هم په ځینو مهمو موضوعاتو اختلاف شته او تر اوسه وروستۍ هوکړه نه ده شوې ۔ هغوی وايي چې د ایران ملي ګټو ته به زیان نه رسوي ۔
پاکستان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو هم د دواړو خواوو ترمينځ د خبرو اترو او روغې جوړې د پاره هلې ځلې کوي ۔
کارپوهان وايي که دا هوکړه وشي، نو په مينځني ختیځ کې به تاوتریخوالی کم شي او په نړۍ کې به د تېلو بازار او نرخونه هم ثبات ومومي ۔