د خيبر پښټونخوا په سوات ضلع کې د مټې تحصيل د چپريال ګړۍ په سيمه کې د ډزو په يوه پېښه کې د شنبې په ورځ (۴م جون) يو ځايي سیاستمدار ووژل شو او يو بل تن ژوبل شو ۔
د رېسکيو سرچينو او پولیسو د وينا تر مخه ، په پېښه کې ۵۰ کلن سميع الرحمن وژل شوی دی ۔ په ډزو کې ۳۵ کلن عمر رحمان ، چې د چپريال اوسېدونکی دی ، زخمی شوی دی ۔ وژل شوې تن د پاکستان پیپلز پارټۍ ځایي مشر و ۔

د ډزو پیښه هاغه وخت رامينځ ته شوه کله چی عمر رحمان په یوه جنازه کی ګډون کولو ۔
د ريسکيو طبي ډلې ټپي ته له لومړنۍ طبي مرستې ورکولو وروسته هغه د مټې تحصيل هيډکوارټر روغتون ته ولېږداوه، او د وژل شوي کس مړی يې هم د قانوني چارو د بشپړېدو لپاره روغتون ته انتقال کړ ۔
د پیښې ذمه واری چا نه ده منلې ۔