د جون ۱۴پر مه د خوست په لکڼو کې زرګونو ځايي خلکو د هغو دوو وروڼو په جلا جلا جنازو کې برخه واخیسته، چې له اور څخه د یو کس د ژغورنې په هڅو کې سخت ژوبل او وروسته يې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د جون پر نهمه د لکڼو بازار په یو دوکان کې د ګازو د ډبې د چاودنې له کبله پراخه اورلګیدنه رامنځته شوه، چې د اور په لمبو کې په خپله دوکاندار اخترولي بند پاتې شو او د ذبیح الله او عبدالله په ګډون يې سیمه والو د ژغورولو هڅه وکړه.

که څه هم په اورلګیدنه کې دکاندار(اخترولي) وفات شو، خو یاد وروڼه (ذبیح الله او عبدالله) چې لوړې زده کړې يې درلودې، هغوی هم سخت ټپیان شول او د همدې ژورو ټپونو له کبله ذبیح الله د جون په ۱۳مه او دویم ورور یې عبدالله یوه شپه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
ټاکل شوې وه، د دې اونۍ په پای کې د دواړو وروڼو د واده مراسم ترسره شي.
د جنازې ګډونوالو که له یوې خوا په دې دردمنه پېښه خواشیني څرګندوله، بل لوري ته يې د بشرپالنې له نظره د دې ځوانانو مېړانه او شهامت د خپل وخت یو مثال یاداوه.

پلار يې د جنازې ګډونوالو ته په خپلو لنډو خبرو کې وویل، سره له دې چې کورنۍ د سخت ویر پر ټغر ناسته ده، خو زامنو يې چې کومه مېړانه کړې او د خلکو لخوا د هغوی ستاینه دوی ته دا ډاډګیرنه ورکړې، چې قرباني يې خوندي ده.
په ورته وخت کې خوستيو فعالانو وویل، دا دوه وروڼه، چې د یو ایسار کس د ژغورنې لپاره د اور پر لمبو ورننوتل او ټپي کېدل يې د مرګ لامل شول، کورنۍ اقتصاد یې کمزوری او له هغوی دوې کونډې پاتې شوې، چې باید مرسته ورسره وشي.

په همدې اړه ځايي اوسیدونکي رشیدالله همدرد وویل: ”یو ډله ځوان فعالان راټول شوي، تر څو د وژل شوو ځوانانو کورنیو ته د ټولنې له شتمنو یا هغو خلکو چې لږ زیات دوی سره هملاسي ته لیواله وي، مرسته راټوله او د هغوی د کورنۍ په اختیار کې يې ورکړي. “
یو شمېر شاعرانو پر خپلو ټولنیزو پاڼو د ذبیح الله او عبدالله پر مړینې وېرنې یا مرثیې لیکلې دي او ځینو نور بیا په مصنوعي ځیرکتیا د اور په لمبو کې د هغوی د انسان ژغورنې هڅې انځور کړي دي.

په خوست کې داسې مهال په یوه او بله ورځ د دوو ځوانو وروڼو جنازې خاورو ته وسپارل شوې، چې له دې یوه ورځ مخکې د جون پر دولسمه د ورپېښې ناروغی له کبله د خوست د یو بل ځوان ډاکټر محمداشرف ځدراڼ د مړینې شاهدان ول.
د نوموړي پر مړینه هم د افغانستان د بیلابیلو سیمو زرګونو اوسیدونکو او یو شمېر مشهورو سیاستوالو د غمرازی څرګندونه کړې وه او هغه يې د ولس طبیب بللی وو.
د رنځورمل اشرف ځدراڼ جنازې ته بیا د خوست سربیره د نورو ولایتونو ګڼ خلک هم ورغلي ول.