پاکستاني پاسپورټ کې په نویو ځانګړتیاوو شاملولو غور

حکومت په پاکستاني پاسپورټ کې د مهمو او عصري تقاضو مطابق د نورو اضافو فیصله کړې ده، تر څو پاسپورټ د جعلسازۍ او درغلۍ نه پاک شي.

د امیګرېشن او پاسپورټونو د ادارې ډایرېکټر جنرل محمد علي رندهاوه په مشرۍ یوه لوړپوړې غونډه اوشوه، چې پکې د پاسپورټ د سیکیورټي د نړۍ مشهورو شرکتونو استازو ګډون کړی وو. دغه شرکتونه د پاسپورټ د امنیتي ټېکنالوجۍ او پرمختللو ځانګړتیاوو په برخه کې تجربه لري.

غونډه کې د پاکستاني پاسپورټ لپاره د نوې ټېکنالوجۍ او پرمختللو امنیتي فیچرونو د شاملولو جاج واخیستل شو، څو پاسپورټ د نقل پر وړاندې لا خوندي، د باور وړ او د نړیوالو معیارونو مطابق جوړ شي.

غونډه کې په هغو امنیتي ځانګړتیاوو هم بحث اوشو چې نه یوازې به پاسپورټ کې د جعلکارۍ او درغلۍ امکانات کم کړي، بلکې د پاکستاني پاسپورټ نړیوال اعتبار، چټک تصدیق او له نړیوالو امنیتي معیارونو سره همغږي لا هم ښه کړي.

د بېلابېلو هېوادونو د نړیوالو شرکتونو استازو د پاسپورټ د امنیتي ټېکنالوجۍ او پرمختللو فیچرونو په اړه تفصیلي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او د هغو امنیتي ځانګړتیاوو په اړه یې معلومات ورکړل چې د نړۍ په لوړ رتبه پاسپورټونو کې کارول کېږي.

په غونډه کې د امیګرېشن او پاسپورټونو ادارې لوړپوړو چارواکو، تخنیکي ماهرینو او فرانزک متخصصینو هم ګډون کړی وو. ګډونوالو د وړاندې شویو ټېکنالوجیو هر اړخیزه جاج واخستو او د بېلابېلو وړاندیزونو تفصیل یې وړاندې کړو.

محمد علي رندهاوه د پاسپورټ د امنیت او جدت په برخه کې د نړیوالو ادارو او شرکتونو سره د راتلونکې همکارۍ د پراخولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې به اغېزمنې اړیکې او ګډ کار ته دوام ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې اکثرو پرمختللو هیوادونو کې په پاکستاني پاسپورټ نیوکې کیږي چې دا سند په شخصي توګه هم جوړیدی شي او څوک چې په پاکستاني پاسپورټ سفر کوي، هغوي ته د شک په سترکه کتل کیږي. نو په دې خاطر حکومت اوس فیصله کړې چې پاکستاني پاسپورټ د نړیوال معیار او تقاضو مطابق بدل کړي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.