د خیبر پښتونخوا جنوبي هنګو ضلعې په خزینه بانډه پولیسو چیک پوسټ د چهارشنبې په شپه (۲۹ جولایي) د وسله والو په برید کې د یو ډپټي سپرنټنډنټ آف پولیس (ډي اېس پي) په ګډون ۹ پولیس اهلکار وژل شوي او نور ۲۸ ژوبل دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ذوالفقار حمید په جاري کړي بیان کې ویلي، په چیک پوسټ حمله “فتنه الخوارج” ډلې کړې ده. دغه نوم پاکستان د ناقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو لپاره استعمالوي.
هغه وویل، پولیسو په مېړانه د برید ځواب ورکړ او سمدستي نور ځواک هم سیمې ته واستول شو، خو وسله والو د مرستندویه پولیسو لپاره کمین نیولی و، چې له امله یې د پولیسو یوه زغره واله ګاډي ته زیان ورسېد.
آیي جي پي وویل، له دې باوجود پولیسو په زړورتیا او مسلکي ډول مقابله وکړه.
د هغه په وینا، د پولیسو په ځوابي کارروایۍ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.
ذوالفقار حمید وویل، د اوږدې او سختې نښتې پر مهال د ډي اېس پي دیار خان په ګډون ۹ پولیس اهلکار وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل دي.
هم بیګا د شپې (۲۹ جولایي) د پیښور د متنو پولیس سټېشن په حدودو کې د ادېزۍ سیمې په یو پولیس چیک پوسټ هم وسله والو برید وکړو.
د پولیسو په وینا، وسله والو په چیک پوسټ ډزې وکړې، خو پولیسو سمدستي ځواب ورکړ، چې له امله یې برید کوونکي وتښتېدل. دغه پیښې کې کوم ځاني زیان نه دی رامینځ ته شوی.
بلخوا د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د هنګو د برید سخته غندنه کړې، د وژل شوو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د ژوبلو د زر روغتیا دعا یې کړې ده.
ددې خبر جوړولو پورې د هنګو د برید زمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې خو تیرو وختونو کې دداسې حملو زمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.