د جون په ۱۵مه د امریکا ولسمشر ډونلډټرمپ په خپله سماجي رسنۍ ټروت سوشل لیکلي،
“د اسلامي جمهوري ایران سره امن معاهده مکمله شوه”

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه اعلان نه وړاندې د پاکستان وزیراعظم (لومړي وزیر) شهباز شریف هم د خپل ایکس (پخواني ټویټر) د لارې لیکلي وو،
“د ډیرو اوږدو خبرو اتروو نه پس، د امریکا او ایران ترمنځه امن معاهده وشوه، او (ټولو) ډلو د د لبنان په شمول په ټولو محاذونو د جنګ د ختمولو (سولی) اعلان هم وکړو”
د ایران خبري ایجنسۍ تسنیم هم د جون په ۱۵مه د ایراني حکومت د سرکاري اعلامیې د خپریدو سره سم لیکلي،
“د ایران د ملي امنیت عالي شورا وویل چې د تهران او واشنګټن لخوا د دوشنبې/پیر په سهار اعلان شوې ایم او یو(د تفاهم یادښت لیک) به په ټولو محاذونو/جبهو کې، په شمول د لبنان جګړه پایې ته ورسوي”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشل د لارې زیاته کړې، چې دې بغیر د کوم فیس (چونګي/محصول) د ورکولو د ابنایې هرمز (د هرمز تنګي) د پرانیستلو اجازت ورکوي، او د ایران د سمندري ناکه بندۍ د سمدستي ختمولو اعلان هم کوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ایکس پاڼې د لارې زیاته کړې چې،
“په امن معاهدې د دستخط رسمي غونډه به په نولسم جون د جمعې په ورځ په سویټزرلینډ کې کیږي”

ډونلډ ټرمپ بیا دا هم لیکلي، چی د ټولې نړۍ جهازونه دی خپل انجن چالانه کړي، او،
” د تیلو رسد دې جاري وي”
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه اعلان نه وروستو په نړیواله کچه د تېلو بیې هم کمې شوي دي. د تېلو او ګیس په بېیو نظر ساتونکي ویبپاڼي ټرېډنګ اکنامکس د جون په ۱۵مه خپل انډیکس/نرخنامه کې دغه بېی لیکلي چی تر مخې یې، د برینټ ایل/صفا تیلو بېه ۸۳.۰۸۰ او د کروډ ایل/خام تیلو بېه ۸۰.۰۷۹ امریکایي ډالره ښودل شوې ده.