حکومت د حج نوې څلور کلنه پالیسي اعلان کړه

د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف اعلان کړی چې د پاکستان د ۲۰۲۷م نه تر ۲۰۳۰ م پورې په نوې څلور کلنه حج تګلاره کې به حاجیان وکولی شي د خپلې خوښې د حج کال وټاکي. د دې ترڅنګ به د لومړي ځل لپاره د رجسټرېشن او انتظار (وېټنګ) لیسټ نوی نظام هم نافذ شي.

هغه وویل، د دې تګلارې مقصد د حج په نظام کې شفافیت، ډیجیټل انتظام، حساب ورکونه، میرټ او حاجیانو ته د لا غوره سهولتونو برابرول دي.

د نوې څلور کلنې رجسټرېشن او انتظار لیسټ نظام ترمخه، هر تن به د حج د ټول لګښت شاوخوا ۱۰ فیصده جمع کوي او د خپلې خوښې د حج کال به ټاکي. د انتظار لیسټ به د “لومړی راشه، لومړی حق” پر بنیاد او د یو شفاف ډیجیټل نظام د لارې جوړېږي.

حکومت پلان لري چې د استوګنې، ټرانسپورټ، خوراک، هوایي سفر او کارګو خدماتو لپاره درې یا څلور کلنۍ معاهدې وکړي، تر څو د خدماتو معیار ښه او لګښتونه راکم شي.

وفاقي وزیر وویل، د حج ټولې مرحلې به، د رجسټرېشن نه نیولې، تر شکایتونو اورېدو او د حج تر ختمېدو وروسته جاج اخستو پورې، په مکمله توګه د ډیجیټل نظام له لارې ترسره کېږي.

د حکومت او شخصي حج سکیمونو ترمنځ د کوټې اوسنی تناسب به تر ۲۰۳۰م کال پورې همداسې ۶۰ او ۴۰ فیصده وي، خو که وفاقي کابینه پکې بدلون راولي، نو بیا به نوی تناسب عملي کېږي.

هغه وویل، حکومت به ورو ورو د حج د انتظاماتو د مستقیم چلولو پر ځای د څارنې، تنظیم او د خدماتو د معیار د یقیني کولو رول خپلوي او شخصي څانګې ته به نوره هم ونډه ورکوي.

که د حج له عملیاتو وروسته د حاجیانو د ورکړل شویو پیسو نه څه اندازه پاتې شي، نو هغه به بېرته حاجیانو ته واپس ورکول کېږي.

د خدماتو د لا ښه کولو لپاره به یوه خپلواکه اداره د حکومتي او شخصي دواړو حج سکیمونو بې پرې جاج اخلي..

ټولې شخصي حج کمپنۍ به د پرایوېټ حج مېنجمنټ پورټل له لارې د بکنګ، پیسو، څارنې او آډټ ټول کارونه په ډیجیټل ډول ترسره کوي. همدارنګه، د مالي شفافیت لپاره به د حج ټولې پیسې د حکومت له ټاکل شوو بینکونو د لارې جمع کېږي.

وفاقي وزیر وویل، نوې حج تګلاره د سعودي ویژن ۲۰۳۰ او نړیوالو معیارونو سره سم برابره شوې، څو شفافیت، ډیجیټل نظام، حساب ورکونه او حاجیانو ته تر ټولو غوره اسانتیاوې یقیني شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.