دخېبرپښتونخوا په بره جنوبي وزيرستان کې ضلعي انتظاميې په ټول ضلع کښې د ٣٠ ورځو لپاره دفعه ١٤٤ نافذه کړې ده.
په بره جنوبي وزيرستان کې ددفعه ١٤٤ لاندې په عام ولس بنديزونه په داسې حال کې لګول شوي چې په دې وروستيو کې دخېبرپښتونخوا دټانک او وزيرستان پشمول بيلا بيلو ضلعو کې په امنيتي ځواکونو او پوليسو د وسله والو په حملو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.
دضلعي انتظاميې لخوا په دې اړه جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي دفعه ١٤٤ يې د کره انټلي جنس معلوماتو، د ولس د تحفظ او د امنيتي ځواکونو او پوليس تنصيباتو د حفاظت په خاطر لګولې ده.
د انتظاميې د بيان ترمخه، ټولو خلکو لپاره په نوو هداياتو پابندي لازمي ګرځول شوې ده.

بيان کې ويل شوي چې هر څوک به د امنيتي ځواکونو يا پوليسو چيک پوسټ ته د رسېدو نه لږ تر لږه ٢٠٠ ميټره وړاندې خپل ګاډى په محفوظ ځاى کې به ودر وي. د امنيتي اهلکارو د واضحه اجازت نه بغېر دې څوک ګاډى وړاندې نه بوځي او نه دې دچيک پوسټ نه تيريږي.
د حکم نامې ترمخه، چې کله د امنيتي ځواکونو قافله تېرېږي نو ټول ګاډي به د سړک غاړې يا په محفوظ ځاى کې ودرولى شي، ډراييور او سورلۍ به د ګاډي نه راکوزېږي او د قافلې تر تېرېدو پورې به انتظار کوي.
بيان زياتوي چې د پوليس سټېشنونو، چيک پوسټونو او د امنيتي ځواکونو د تنصيباتو نه د ٢٠٠ ميټرو په دايره کې د عامو خلکو د ګاډو تګ راتګ، پارکنګ او موجودګۍ باندې مکمل بنديز لګول شوى دى.
انتظاميې خبردارى ورکړى چې د دغو احکاماتو خلاف ورزي کوونکو خلاف به د پاکستان د تعزيراتو د دفعه ١٨٨ لاندې قانوني کارروايي کولى شي.
چارواکو د اولس نه غوښتنه کړې چې د امن د ټينګښت لپاره دې د امنيتي ادارو سره پوره مرسته وکړي او که کومه مشکوکه سرګرمي يا مشکوک تن وويني، نو سمدستي دې متعلقه چارواکو ته اطلاع ورکړي.