باجوړ کې وسله والو سرکاري سکول په بارودو الوزولی دی

د باجوړ ضلعې د پولیسو د وینا تر مخه  دغه پرایمري سرکاري سکول د باجوړ د واړه ماموندو تحصیل په خرکي کې جوړ وو، چې د دیرشم جولايي په شپه ناوخته وسله والو په بارودو والوزولو.

د پولیسو معلومات ښایي چې د سکول درې کوټې/کمرې مکملې ړنګې شوي، البته کوم انساني زیان پکې نه دی شوی.

خرکې د باجوړ خار نه په مغربي اړخ د واړه ماموندو سیمه ده، چرته چې د جولایي په ۲۱مه هم د شپې مهال وسله والو یو مډل سکول په بارودو الوزولې وو.

د یادونې وړ ده چې په تیرو وختونو کې، د باجوړ په بیلا بیلو سیمو کې د تعلیم محکمې باجوړ د معلوماتو تر مخه، د سلو نه زیات سکولونه وسله والو ړنګ کړې وو، چې وروستو وختونو کې هغې کې یو شمیر سکولونه حکومت واپس جوړ کړي وو خو ډیر پکې اوس هم ړنګ پراته دي.

د بیګانۍ پیښې زمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده قبوله کړې خو تیرو وختونو کې اکثره داسې قسمه حملې ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.