د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د افغانستان په مرکزي، ختيځو او سويل ختيځو سيمو کې وروستيو سېلابونو او طبيعي پېښو پراخه نقصانونه اړولي او ګڼې کورنۍ يې متاثره( اغېزمنې ) کړې دي.
اوچا په خپل درېيم بېړني راپور کې ويلي، چې مرستندويه ادارې د زيانمنو سيمو د جاج اخستو ترڅنګ سېلاب ځپلو کورنيو ته خپلې مرستې زياتوي.
د رپورټ ترمخه دافغانستان په غزني، کاپيسا، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پکتيکا او پروان ولايتونو کښې ډير زيانونه ثبت شوي دي.
اوچا ويلي، په لغمان کې ٣ کسان مړه او ٤ نور ژوبل شوي دي، ١٨٧ کورنۍ متاثره شوي، ١٨٣ کورونه تباه شوي، خواوشا ٨٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه او نزدې ٣١٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د رپورټ ترمخه د نورستان په پارون ولسوالۍ(ضلع) کښې دشريک جاج اخستو وروسته 120 کورنۍ بشري مرستو ته ضرورت( اړتيا) لري، چې پکې ٩٢ کورنيو ته مرستې رسول شوې دي.
اوچا زياته کړې، چې په لوګر کښې ٧٩ کورنيو، کابل کې ٢٨ کورنيو او پروان کې ٤٥ کورنيو باندې بشري مرستې وېشل شوې دي.
د ملګرو ملتونو ادارې ويلي، چې سېلابونو په ننګرهار کښې ٩ ولسواليو کې ٢٠ دولتي ښوونځي او د نورستان په پارون ولسوالۍ کښې ٣ ښوونځي هم زيانمن کړي دي.
اوچا په دې خبره زور راوړى چې د نورو ارزونو وروسته به ټولو اغېزمنو سيمو ته بشري مرستې ورسوي.