کاکاجي صنوبر حسين مومند ټول ژوند سياست ، ادب او صحافت ته وقف کړی و



کاکاجي صنوبر حسين مومند د شلمې پيړۍ په هغه پښتنو مشرانو کې د سر سړی ګڼل کيږي چې کار او زيار يې يوستوی نه دی بلکې ډير اړخونه لري ۔ هغه په پښتو ادب کې د مجلسي تنقيد بنسټګر بلل کيږي ، د پښتو ژورنالزم په بنياد ايښودونکو کې هم شامل دی ، خو د دې سره سره کاکاجي صنوبر حسين مومند يو عملي سياستمدار او انقلابي مبارز هم و چې د وطن د آزادۍ د پاره او استعمار په ضد يې وسله واله ، قلمي او سياسي مبارزه هم کړې ده ۔
کاکاجي د مبارزې په هره بڼه او هر ډول يقين درلود ځکه يې په انتخاباتو کې برخه هم اخستې ده ۔ په يوازی ځان يې د پښتو مجلې ليکلې هم دي او چاپ کړې هم دي او د دې سره سره يې خلکو ته رسولې هم دي ۔
د کاکاجي صنوبر حسين مومند د زيږون د نيټې او ټاټوبي په حقله په پيښور کې د انګليسي ژبې استاذ او ليکوال شير عالم شنواري “مشال ډيجيټل” ته وويل :
“صنوبر حسين کاکاجي مومند په کال ۱۸۹۷ کې د پيښور سره نزدې په يو مشهور کلې “کږه وله” کې پيدا شوی و ۔ تر لسمه يې سبق ويلی و او بيا وروستو داسې يو نيم کال پورې د پرايمرۍ سکول استاذ پاتې شوی و خو د هغې نه پس يې په مکمله توګه سياسي مبارزې ته لاس اچولی و ۔ هغه په خپلو څو انټرويوګانو کې ، په خبرو کې او ليکنو کې دا واضحه کړې ده چې زما د ادب او سياست يو هدف و ، او هغه يو مترقي سياست و ۔ يعني د لاندې يا شاته پاتې طبقو د پاره يو حيثيت او د هغوی د حق خبره کول ۔ دا يې لومړنی هدف و “
په عملي سياست کې د کاکاجي لومړی خپلواکه ګام په کال ۱۹۲۴ کې “د زميندرانو انجمن” جوړل و چې د خپلې سيمې د کروندګرو او بزګرانو د حقونو د پاره يې غږ پورته کولو ۔ په ورپسې کال کې يې د خپلو ملګرو عبدالرحمان ريا او عبدالعزيز خوش باش په مرسته د “نوجوانان سرحد” په نوم يو تنظيم جوړ کړو ۔
کاکاجي د هند د نيمې وچې د آزادۍ اتلانو بهګت سنګ ، سک ديو او بې کې دت سره هم نزدې اړيکې لرلې او د هغوی جوړ کړي ګوند “سوشلسټ ريپبليکن ايسوسي ايشن” سره يې هم تعلق و ، ځکه د دې ګوند جوړ کړي محاذ ” نوجوان بهارت سبها ” کې يې خپل تنظيم ضم کړو او د دې جنرل سيکرټري وټاکل شو ۔ په کال ۱۹۲۹ کې د “نوجوان بهارت سبها” او “کيتي پارټي” په کلنۍ غونډه کې په لاهور کې د کاکاجي صنوبر حسين مومند کړی تقرير د ګډونوالو د توجه مرکز وګرځيدو ۔
د کال ۱۹۳۰ په اپريل مياشت کې کله پيرنګيانو د پيښور په قصه خوانۍ بازار کې په لاريون کونکو مرمۍ وورولې نو کاکاجې صنوبر حسين مومند په لومړي ځل بنديوان شو خو د زنداني کيدو نه وړاندې کاکاجي په پيښور کې د خپلو افکارو خورولو د پاره د “سرفروش” په نوم يوه اوونيزه چاپ کول پيل کړي وو ۔ د څو ګڼو چاپ کيدو نه پس د پيرنګيانو لخوا په دې اوونيزه بنديز لګيدلی و ۔
د پيښور په بالا حصار کلا کې د شپږ مياشتو بند تيرولو نه پس کاکاجي راخلاص شو او د “سيلاب” په نوم يې يو اخبار جاري کړو خو د دې درې ګڼو چاپولو نه پس حکومت بيا د هغه د نيولو امر وکړو ۔
په کال ۱۹۳۱ کې کاکاجي د زندان نه بچ کيدو او د پيرنګيانو په ضد وسله واله مبارزه کولو د پاره مومندو ته د ترنګزو حاجي صيب خوا ته لاړو او له هغه ځايه د باجوړ “سوال قلعه (کلا) ” ته لاړو ۔
د اسلام اباد په “قايد اعظم پوهنتون” کې استاذ او محقق ډاکټر حنيف خليل په کاکاجي يو کتاب ليکلی دی او د کاکاجي ناچاپه کتابونه يې هم چاپ کړي دي ۔ هغه د کاکاجي د سياسي ، ادبي او صحافتي خدماتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې “مشال ډيجيټل” ته وويل:
“د کاکاجي صنوبر حسين مومند د ژوند ، مبارزې او خدماتو درې غټ اړخونه دي ۔ يو سياست ، دويم ادب او دريم صحافت ۔ کاکاجي په خپله يو مرکه کې فارغ بخاري صيب ته ويلي وو چې زما د ژوند غټ مقصد دی سياسي مبارزه ۔ ادب او صحافت زما د دغه سياسي فکر ، نظر او عملي مبارزې د پاره لارې دي او د سياست مخ په وړاندې بوتلو ذريعې دي ۔ ګويا هغه په خپل فطرت کې په خپل مزاج کې سياستدان و ، خو سياستدان هم د داسې يوې اعلا پايي او د داسې يو ځانګړي شخصيت سره چې د هغه خودداري ، د هغه کمټنټ ، د هغه صادقانه جذبه او د هغه په سياسي شعور کې بيخې صداقت داسې دی چې بل مثال نه لري ۔ يوازی د پښتنو سياست يې نه دی کړی بلکي د ټولو انسانانو ، د پريوتې طبقې ، د مزدور ، محنت کش ، خواريکښ ، دهقان او د لاندې طبقې د راوچتولو سياست يې کړی دی ۔ د سامراج خلاف مزاحمت يې کړی دی ۔ د هر جابر خلاف په کلکه ودريدلی دی ۔ او مونږ او تاسو ته پته ده چې زمونږ په خاوره جابر او حاکم انګريز او پيرنګی پاتې شوی دی نو کاکاجي ډيره په نره د پيرنګي خلاف عملي مبارزه کړې ده ۔ سياسي مبارزه يې کړې ده ۔ اتلس کاله هغه په سوال قلعه کې نظر بند و ۔ د انګريزانو نه يې فرار کړی و چې انګريز يې ګرفتار نه کړي ۔ بيا اتلس کاله پس چې انګريز د دې خاورې نه تلی دی نو کاکاجي واپس پيښور ته راغلی دی د سوال قلعه باجوړ نه او د خپل سياست سره سره يې د ادب ته هم ملا تړلې ده ۔ ښکاره خبره ده چې کله هغه خپله سياسي مبارزه مخ په وړاندې بوتله نو په دغه وخت کې هغه د خپل آواز رسولو هم ضرورت و ، د خپل آواز رسولو د پاره هغه د صحافت لاره اختيار کړه او د کال ۱۹۳۰ په خواوشا زمانه کې يي دوه درې مجلې راوويستې ۔ په هغه وخت کې سايکلوسټايل پريس و يعني دا نوی پريس موجود هم نه و ۔ هغه “سيلاب” ، “شعله” او “سرفروش” په نوم باندې داسې رسالې راوويستې چې په پښتو کې د باچا خان د “پښتون” مجلې نه پس ډير زر درې مجلې په يو ځای راغلې ۔ کاکاجي چې کله دغه صحافت د خپل سياست او سياسي مبارزې د پاره مخ په وړاندې بوتلو نو ورسره يې د ادب لمن هم نيولې وه ، کله به يې ترجمې کولې ، کله به يې تاريخ ليکلو ، کله به يې تحقيق کولو “
په سوال کلا کې کاکاجي د ملک عمر خان سره ملګری شوی و ۔ د ملک عمر خان لمسي ملک اصغر خان د دوی په سيمه کې د کاکاجي د تير کړي وخت په اړه “مشال ډيجيټل” ته وويل:
“کاکاجي صنوبر حسين مومند د برصغير پاک وهند د آزادۍ يو ډير لوی مجاهد و ۔ هغه زمونږ په کلي سوال کلا کې ، کوم چې په باجوړ شموزو کې اباد دی ، تقريباً ۱۸ کاله خپله مبارزه دوامداره ساتلې وه ۔ په دغه مبارزه کې د هغه سره د برصغيرپاک وهند د آزادۍ معلوم او نامعلوم ډير زيات غازيان ، ملګري ، اديبان ، ليکوالان ، سياستمداران او د هر مکتب فکر خلک شامل وو ۔ سوال کلا واحد داسې ځای و چې هغه دلته د خپل سر د پټولو د پاره او د دې ځای نه خپله مبارزه په هره حواله ، که هغه ادبي ده که هغه سياسي ده که هغه وسله واله ده ، کوله ۔ ترنګزو باباجي ، زما نيکه ملک سوال کلا (ملک عمر خان) ، اسلم او سفيد شاه د هغه ملګري وو ۔ دا خلک ټول دلته پاتې کيدل او په هره ذريعه به يې خپله مبارزه کوله ۔ کاکاجي د “شعله” په نوم باندې د سوال کلا نه په ۱۹۳۶ کې يا په ۱۹۳۵ کې يو اخبار ويستو ۔ دغه اخبار په درې ژبو کې و ، انګريزي ، پښتو او فارسي ۔ بيا چې کله د زورورو په خله باندې په سوال کلا باندې بريد وشو او اسلم پکې شهيد شو نو کاکاجي د سوال کلا نه د “اسلم” په نوم يوه رساله وويستله ۔ دغه رساله به په مياشت کې يو ځل چاپيدله ۔ د دې اخبارونو او رسالو د پاره هغه د لرګي نه خپل حروف تهجي جوړ کړي وو ۔ هغه وخت کې مشينونه نه وو نو په دې به يې چاپ کول او خلکو ته به خپل پيغام رسولو ۔ وروستو بيا د دوی ځينو ملګرو د جرمني نه د چاپ د پاره يو وړوکی مشين راورو ، دغه مشين اوس هم زمونږ په حجره کې موجود دی ۔ بيا په دې مشين “شعله” او “اسلم” چاپيدل ۔ دې سره کاکاجي د ترنګزو باباجي او نورو لښکرونو په مټ وسله واله مبارزه هم کوله”
د “مشال ډيجيټل” دا پوښتنه چې ملک عمر خان او کاکاجي څنګه د يو بل سره ملګري شول ، ملک اصغر خان داسې ځواب کړه:
” د پيښور د خيبر بازار د غميزې نه وروستو کاکاجي “لکړو” ته د ترنګزو باباجي خوا ته راغی او د “ناکې” په جګړه کې زما د نيکه سره د هغه ملاقات وشو ۔ زما د نيکه نظر يي خوښ شو ۔ د هغې نه پس هغه سوال کلا ته راغی او خپله سياسي مبارزه يې اتلس کاله دوامداره وساتله ۔ کاکاجي د يو ډير بهترين سوچ خاوند و ۔ هغه زما د نيکه ملک سوال کلا په ذريعه په دي علاقه کې د خلکو د ذريعه معاش ښه کولو د پاره ګڼۍ راوړله ، خلکو ته يې ګني وکرل ، بيا يې د پومبې د کروندې طريقه خلکو ته وښودله ، باغونه يې ولګول ، د سوال کلا ملک خپل نوم ملک محمد عمرخان و ، هغه هم ډير ښه سوچ لرلو په خپله اديب او ليکوال هم و ۔ د خپل وخت تعليم يافته کس و ۔ پښتو ، اردو او فارسي به ډيره ښه ليکله ۔ په خاصه توګه د فارسۍ ليک يې ډير ښه و “
د هندوستان د ويش نه پس کاکاجي صنوبر حسين مومند بيرته پيښور ته راغی او په کال ۱۹۵۳ کې ېې د نورو ملګرو ليکوالانو په مرسته د “اولسي ادبي جرګې” بنسټ کيښودو چې په پښتو ادب کې يې د مجلسي تنقيد پيل وکړو ۔ تر دې وړاندې په کال ۱۹۵۲ کې هغه يو ځل بيا نيول شوی و او د “ډيره اسماعيل خان” زندان ته ليږل شوي و ۔ دغه شان په کال ۱۹۵۸ کې چې جنرال ايوب خان په پاکستان کې مارشل لا ولګوله نو کاکاجي په دريم ځل ونيول شو ، څه موده يې د راولپنډۍ په زندان کې تيره کړه او بيا د لاهور “شاهي کلا” ته وليږل شو ۔
د کاکاجي د تنقيدي او ادبي خدماتو په اړه کره کتونکي او شاعر روښان يوسفري “مشال ډيجيټل” ته وويل:
” په پښتو کې د مجلسي تنقيد بنياد په حقيقي معنو کې کاکاجي صنوبر حسين مومند دی چې د هغوی په کوششونو او د هغوی په رابطو په کال ۱۹۵۲ کې اولسي ادبي جرګه دلته جوړه شوه ۔ بيا د حمزه صيب غوندې او د سردار خان فنا ، کوثر غورياخيل ، کامل صيب ، قلندر مومند ، سيف الرحمان سليم او داسې ډير ستر نومونه چې کوم زمونږ دي دغه ټول د دې جرګې غړي وو ۔ په دې جرګه کې په لومړي ځل د کاکاجي صنوبر حسين په مشوره هر سړي خپله فنپاره تنقيد ته وړاندې کول پيل کړل ۔ خو دې کې دا يوه خبره وه چې کاکاجي چونکې په فکري لحاظ يو مترقي ذهن لرونکی شخصيت و نو هغه کوشش کولو چې د دې مجلسي تنقيد يا د دغه بحث مباحثې په رڼا کې زمونږ تنقيد عمراني شي يعني داسې نه چې صرف د عشق و محبت په موضوعاتو ليکوالانو ته داد ورکړل شي بلکې د فنپارې جاج په خپل معروض کې واخستل شي ۔ يعني “ادب د ژوند د پاره” نظريې لاندې په يوه ليکنه بحث وشي ۔ مجلسي تنقيد هم ځکه ورته ويل کيږي چې په يو مجلس کې تينقيد وشي حالانکې دا ډير ګران هم وي چې مخامخ سړی ناست وي او ته د هغه په ليکنه نيوکې کوې ۔ دغه ټول تنقيد چې به کيدو هغې ته اوس مونږ عمراني تنقيد وايو چې ترشا يې د ترقي پسندۍ نظريه وه چې ادب دې د ژوند د پاره وي ۔ يعني ادب صرف يوه ذهني عياشي يا مشغله نه ده بلکې دا يو مقصد هم دی او هغه مقصد د مظلوم انسانيت ، د خپلې ژبې ، د خپل قام او د خپل کلتور د ګټې د پاره ادب په کار راوستل دي ۔ د کاکاجي دا ډير لوی کمال او خدمت دی ۔ کاکاجي دې وړاندې هم دغه فکر سره تعلق لرلو ۔ زما په خيال په کال ۱۹۴۸ کې چې کله سجاد ظهير دلته راغلی و نو کاکاجي سره يې ملاقات نه و شوی خو دا د يو فکر خلک وو ۔ دغه نظريي سره کاکاجي هم تړلی و ۔ دغه کريډټ کاکاجي ته ځي چې هغه د اولسي ادبي جرګې په شکل کې په پښتو کې د مجلسي تنقيد بنياد کيښود”
په پښتو ادب کې د مجلسي تنقيد د بنسټګر په حيث د “باچاخان پوهنتون” استاذ ډاکټر محب وزير “مشال ډيجيټل” ته وويل:
” کاکاجي يو سماجي فلاسفر و ، يو سماجي مفکر و ، يو باقاعده عملي سياستدان و ۔ د هغه تربيت په مکالمه کې شوی و ، په دليل شوی و ، په خبره شوی و ، نو هغه ادب ته هم دغه څيز راوړی دی ۔ تاسو د بنسټګرۍ چې کومه خبره کوئ ، نو دا يقيناً سهي دي ځکه چې د هغوی پيدايش که مونږ وګورو نو د حمزه شنواري نه هم نهه ، لس کاله مشر دی ۔ په غني خان ، سيد رسول رسا او فضل حق شيدا نه هم مشر دی ۔ زه دا وايم چې د جديد نظم چې کومه ابتدا مونږ اخلو يا د جديدې شاعرۍ چې کوم ابتدايي ګامونه ګڼو هغه مونږ د فضل محمود مخفي صيب نه شروع کوو او دويم چې کوم ورسره دی هغه کاکاجي دی ۔ د عمر په لحاظ هم کاکاجي د مخفي صيب نه څو کاله کشر دی او د نورو نه مشر دی ۔ بل چونکې دغه دور کې د دوی رجحان سياست طرف ته زيات و او سياست کې هم هغه سياست چې ځان ته يا خپلې فلسفې ته يا خپلې نظريې ته د معاشرې ساينس وايي ۔ څه ته چې مارکسسزم وايي ، نو د هغه سياست له وجې د دوی شاعرانه يا تخليقي سفر لږ متاثره ضرور شو خو په تنقيد کې د دوی دغه څيز ډير مخې ته راغی ۔ بلکې زه به دا ووايم چې په پښتو کې باقاعده تنقيدي مباحث که پيل شوي دي يا تنقيدي روايت که جوړ شوی دی نو هغه هم د کاکاجي برکت دی ۔ تاسو غالباً اشاره اولسي ادبي جرګې ته ده چې په هغې کې دوی مجلسي تنقيد ته رواج ورکړی دی ۔ اولسي ادبي جرګه کې چې څومره غړي وو په دې ټولو کې کاکاجي مشر و ۔ کاکاجي دا ټول خلک خپلې سينې ته راجخت کړل ، کشران يي ځان سره کړل او دوی ته يې دا جرات ورکړو ، همت يې ورکړو ، حوصله يې ورکړه ، ډاډ يې ورکړو چې تاسو هر څه کولای شئ ۔ تاسو د پښتو ادب بنيادونه کيښودی شئ ، تاسو د پښتو د تنقيد بنيادونه کيښودی شئ ۔ کاکاجي د “اسلم” په نوم يوه باقاعده ادبي رساله جاري کړه ۔ کاکاجي “شعله” رساله هم تر دې وړاندې چلوله ۔ بيا د پاکستان د جوړيدو نه پس يا د هند د تقسيم نه پس دوی چې کله “اسلم” جاري کړه نو په دې رساله کې د دوی باقاعده ادبي مضامين راغلل ۔ تاسو به حيران شئ چې د رحمان بابا په حوالې سره چې د دوی کوم ارټيکل دی په هغه کې يې رحمان بابا يو ترقي پسند شاعر ثابت کړی دی ۔ دا ارټيکل بيخې د هغه درجې دی کوم چې “ذکر حافظ” په نوم باندې سجاد ظهير ليکلی دی ۔ کاکاجي په لومړي ځل رحمان بابا ته د ترقۍ پسندۍ په چشمو يا دايره کې وکتل ۔ داسې نور پښتو ادب په حوالې سره چې د هغوی کوم تنقيدي فکر و ، هغه ډير انقلابي ، مارکسي ، مکمل ساينسي او زمکني حقيقتونو سره جوړ و ۔ د عمر خيام ترجمې يې هم کړې دي ۔ په پښتو ادب کې د هغوی برخه ډيره ښکاره او نمايان ده “
ليکوال او شاعر پروفيسر اسير منګل “مشال ډيجيټل” ته وويل چې کاکاجي صنوبر حسين مومند د يو سياستمدار ، ژورنالست او اديب په حيث دومره بنيادي کارونه کړي دي چې د هيرولو نه دي ۔
” پښتو ادب ، سياست او صحافت کې د کاکاجي صنوبر حسين مومند کار او زيار د هيريدو نه دی ۔ هغه نه يوازې په پښتو کې د مجلسي تنقيد بنسټ ايښی و بلکې د اولسي ادبي جرګې په بانيانو کې هم شامل و ۔ امير حمزه خان شنواری ، قلندر مومند ، دوست محمد خان کامل مومند ، هميش خليل ، مير مهدي شاه باچا ، افضل بنګش ، فارغ بخاري او اجمل خټک د کاکاجي د ادبي ، علمي ، سياسي او سماجي هلوځلو منونکي وو ۔ په پښتونخوا کې د ترقي پسند رجحاناتو متعارف کولو سهره هم د ده په سر ده ۔ د ادب او صحافت نه علاوه يې په سياست کې ډير لويه ونډه وه ۔ دا هغه ورځې وي چې په صوبه کې د پيرنګي خلاف د فخر افغان باچا خان په مشرۍ کې د “خدايي خدمتګارو” تحريک ډير ګړندی و ۔ کاکاجي سياست هم د دی تحريک نه شروع کړو ولې وروستو يې د دې تحريک سره خپلې اړيکې روانې و نه ساتلې ۔ د ازادۍ د دې مبارزينو لاره د عدم تشدد وه ولې کاکاجي د دې سره اتفاق نه و ۔ له دې کبله يې د سبهاش چندر بوس “فارورډ بلاک” سره خپلې اړيکې ټينګې کړې ۔ وروستو يې په “انجمن نوجوانان سرحد” کې ګډون وکړو ۔ چې کله دغه تنظيم په “نوجوانان بهارت سبها” کې ګډ شو نو مشري يې نامتو عالم دين مولانا عبدالرحيم پوپلزي کوله ۔ کاکاجي هم دې تنظيم کې شامل و ۔ په کال ۱۹۲۶ کې يې خپل کلي کې د خوريکښو خير ښيګړې د پاره “انجمن زميندران” نومې تنظيم بنياد کيښودو ۔ د خپلې نظريې خورولو د پاره يې مختلفې نظريي لکه “شعله” او “اسلم” هم شروع کړې وې چې ده به پکې د شاعرۍ نه علاوه نثر هم ليکلو ۔ خپلې نظريي سره دومره مخلص و چې ټول عمر يې واده نه و کړی ۔ څه موده يې حاجي صيب ترنګزو سره هم تيره وه ۔ د سياست په دې ازغنه لار کې يې بلا تکليفونه او مصيبتونه ليدلي وو ۔ د جيل تورو کوټڼو کې بندي شوی هم و خو د خپل مرام نه ګرځيدلی نه و ۔ پيغام يې دا و چې هر سړی د نوي وخت ضرورتونو سره روان شي ۔ ادبي خدمات يې هم ډير زيات دي ۔ ده نه يوازې شاعري کړې ده بلکې په ساده نثر کې يې ځينې تنقيدي مضامين هم ليکلي دي ۔ پرته له دې د ځينومهمو کتابونو ژباړې يې هم کړې دي لکه د عمر خيام د څلوريزو يې په ډيره روانه او ساده ژبه ترجمه کړې ده ۔ حضرت شاه ولي الله چې د عمرانيات او معاشيات په اړه کوم ارزښتناک کتاب ليکلی دی د هغه يې ژباړه کړې ده ۔ د ابن بطوطه مشهوره سفرنامه يې هم ژباړلې ده ۔ د حضرت عمر فاروق او حضرت ابوذر غفاري سوانح يې هم ليکلي دي ۔ ده غوښتل چې په اولس کې پوهه راشي ، فکرونه يې نوي شي ، تنګ نظري ختمه شي او د عدم برداشت چې کومه فضا جوړه ده په هغې کې بدلون راولي او د برداشت ماده پيدا کړي ۔ نن که کاکاجي په مونږ کې نشته ولې د هغه روښان فکرونه زمونږ د لارې مشالونه دي ۔
چې يې سر چرې خزان و ته ټيټ نه شو
ځکه نوم پرې ادې ايښی صنوبر دی “
ناول نګار او شاعر مصطفی سالک “مشال ډيجيټل” ته وويل چې کاکاجي يو داسې ترقي پسند ليکوال و چې د مذهب سره يې هم ډيره مينه وه ۔
” کاکاجي ، چې اصل نوم يې صنوبر حسين مومند و ، ابتدايي زدکړې د پيښور په “کږه وله” کې ترسره کړې وې ۔ د لسم نه چې فارغ شو ، لسم يې پاس کړو، نو په سکول کې استاذ شو ۔ خو دا چې انقلابي فکر ورسره ملګری و او د انګريزانو په ضد باندې و نو د انګريزانو په ضد يې مبارزه شروع کړه او د دهقانانو او مزدورانو ملګرتيا يې شروع کړه ۔ کاکاجي يو ترقي پسند انسان و ۔ په شروع کې “خدايي خدمتګار” و خو دا چې انقلابي ذهن يي لاره د باچا خان ملګرتيا يې پريښوه او په کانګرس کې شامل شو ۔ هلته هم پاتې نه شو او “فارورډ بلاک” کې شامل شو ۔ وروستو د “نوجوانان بهارت سبها” او “انجمن نوجوانان سرحد” ملګری شو ۔ د کاکاجي غوښتنه دا وه چې انګريزان بايد د ټولې پښتونخوا نه ووځي بلکې يوازې د پښتونخوا خبره يې نه کوله هغه ويل چې بايد د ټول هند نه ووځي ۔ دا د هغه نظريه وه ۔ د کاکاجي ادبي خدمتونه هم ډير دي ۔ هغه لومړی د “شعله” په نوم باندې يوه مجله خپره کړې وه چې ترقي پسند فکر يې خپروو ۔ د پاکستان د جوړيدو نه پس يې “اسلم” نومې مجله خپره کړه ۔ دغه مجله باندې پابندي ولګيده او کاکاجي هم ګرفتار شو ۔ کاکاجي د ترقي پسند تحريک په بانيانو کي و او د “انجمن ترقي پسند مصنفين” په جوړولو کې يې برخه لرله ۔ په ۱۹۵۴ کې د دغه انجمن صدر و چې په انجمن پابندي ولګيده او کاکاجي ګرفتار شو ۔ دغسې کاکاجي د حمزه بابا او کامل صيب په ملګرتيا د اولسي ادبي جرګې په جوړولو کې هم مخکښ رول لوبولی و ۔ د کاکاجي د کتابونو شمير شاوخوا پنځلسو ته رسيږي چې تنقيدي او څيړنيز دي او شاعري يې هم کوله ۔ کاکاجي ترقي پسند و خو هغه داسې ترقي پسند نه و لکه دا نور ترقي پسند چې دين د افيون ګڼې ، دين نشه بولي ۔ هغه د اسلام سره ډيره مينه لرله او د اسلام ډيره ژوره مطالعه يې لرله ۔ هغه په دې باور و چې ټولنيز عدالت او برابري د اسلام اصل دی ۔ د هغه د يو کتاب نوم “سوانح عمري حضرت ابوذر غفاري” دی ۔ د بل کتاب نوم يې ” د حضرت عمر فاروق سوانح او کارنامې” دی ۔ دغسې “تاريخ اسلام” او د شاه ولي الله د معاشيات او عمرانيات ترجمه ده ۔ تاسو وګورئ په دې کتابونو کې هغه موضوعات څيړل شوي چې د ترقي پسندۍ او اسلام ترمينځ نزدې والی راولي او دا کار په ترقي پسندو کې يوازې کاکاجي کړی دی ۔ نور ترقي پسند د دين نه بيګانه وو ۔ که نورو ترقي پسندو هم دا کار کړی و پښتنو به ترقي پسند په دومره بده سترګه نه کتل او ترقي پسند تحريک به په پښتو کې ډير مضبوط شوی و ، ډير به مخته تلی و خو دوی د دين سره داسې ډيره مينه نه ښوده ، يوازې کاکاجي و چې د کار يې کولو او دا د هغه يوه ځانګړتيا وه “
کالم نګار او شاعر شکور جان “مشال ډيجيټل” ته وويل چې کاکاجي په پښتو کې د ترقي پسند ادب استعاره ده ۔
“کاکاجي صنوبر حسين په پښتو ادب کې يو ممتاز د تنقيدي شعور لرونکی او فکري رهبر ګڼل کيږي ۔ د هغه تنقيدي او ادبي خدمات په لنډو ټکو کې بيانول څه اسان کار نه دي خو بيا هم د اوريدونکو د پاره دومره ده چې صنوبر کاکاجي د ادبي تنقيد د پاره علمي معيارونو ټاکلي وو ۔ هغه ادب د بيدارۍ او اصلاح وسيله ګڼله او هميشه ېې د تخليق د پاره ټولنيز پيغام لرلی دی ۔ د هغه په تنقيد يو مترقي او انقلابي فکر غالب و او ادب يې د ټولنيز بدلون يو مهم او فعال عنصر ګڼلو ۔ بل دا چې هغه د “سرحد” د لارې د ادب او تنقيد يو فکري مرکز جوړ کړی و چې د پښتو تنقيد بنسټيز تحريک ګڼل کيږي ۔ د هغه تنقيد د وضاحت ، فصاحت او فکري ژوروالي يو بيلګه وه چې تر اوسه د تنقيد د پاره ماډل ګڼل کيږي “
کاکاجي د “انجمن ترقي پسند مصنفين” صوبايي صدر هم پاتې شوی دی ۔ د کاکاجي د کتابونو او د هغه په اړه ليکل شوو کتابونو په باره کې د “مشال ډيجيټل” پوښتنه ډاکټر حنيف خليل داسې ځواب کړه:
” تاسو ته پته ده چې ما په کاکاجي صنوبر باندې په اردو کې يو کتاب ليکلی دی “کاکاجي صنوبر شخصيت اور فن” ۔ او هغه د “اکادمي ادبيات اسلام اباد” نه چاپ شوی دی په ۲۰۰۶ کې ۔ نو ما په هغه کتاب کې دا خبره کړې هم ده چې د کاکاجي د قلم نه وتلي ديارلس کتابونو قلمي مسودې په هغه وخت کې ما سره وي اوس هم شته خو په هغه ۱۳ کتابونو کې څه کتابونه چاپ شول ۔ درې ، څلور ما چاپ کړل ۔ يو ، دوه “مفکوره” چاپ کړل د حيات روغاني په مرسته ۔ په دغه چاپ شوو کتابونو کې د “رباعيات خيام” منظومه ترجمه ، د کاکاجي مقالې ، “د ابن بطوطه سفرنامه” او ” د خوبانو خطونه” په نوم يو انتخاب و د کلاسيک شعرونو وړوکی شان هغه هم شامل دی ۔ دغه شان د کاکاجي د نورو کتابونو د چاپ لړۍ روانه ده ۔ سردار جمال ډاکټر صيب چې په کاکاجي کوم ايم۔فل کړی و نو هغه هم په کتابي شکل کې چاپ دی ۔ خو زه دا بايد ووايم چې د کاکاجي په حقله د ليک او تحقيق باقاعده اغاز هميش خليل صيب کړی دی چې لومړی يې په “پښتانه ليکوال” کې خبره کړې ده او بيا يې يو وړوکی کتاب ليکلی دی په کاکاجي صنوبر او بيا يې ځای په ځای د کاکاجي صوبر په حقله ليکونه کړي دي ۔ دغې نه پس انور خان ديوانه مرحوم ځينې د متفرقو ليکوالو ليکونه راغونډ کړل او په اردو کې يې چاپ کړل “کاکاجی صنوبر حسین مومند دانشوروں کی نظر میں” ۔ دا دی تاسو ته ياده وي چې د کاکاجي شخصيت عالمګير و ۔ په هغه يوازې پښتنو ليکوالو ليکل نه دي کړي بلکې پښتنو پرې ډير کم ليکل کړي دي ، پښتنو ډير کم پيژندلی دی ۔ په کاکاجي چې د نړيوال ادب کومو خلکو ليکونه کړي دي په هغې کې ګور چرن سنګ ، هندي ليکوال ډير اهم شخصيت دی ، بهګت رام چې هندو دی خو د مردان په سيمه کې اوسيدلو بيا هند ته لاړو ، هغه په انګريزۍ کې په کاکاجي باندې ليکل کړي دي ۔ رام سرن نګينه چې د هند ليکوال دی هغه په کاکاجي باندې خبره کړې ده ۔ تر دې چې د “انجمن ترقي پسند مصنفين” باني سجاد ظهير چې کله “روشنايي” کتاب ليکلو نو د ۱۹۴۶ په واقعاتو کې هغه ليکلي دي چې زه پيښور ته راتلم د مفرور په شکل نو زما د ټولو نه لوی خواهش دا و چې زه کاکاجي صنوبر حسين مومند سره ووينم ۔ بيا يې دا هم ليکلي دي چې دغه نور ترقي پسندان لکه فارغ بخاري ، رضا همداني او اجمل خټک وغيره سيد سجاد ظهير نه پيژندل ، کاکاجي صنوبر يې پيژندو ۔ دومره خو لوی شخصيت دی چې د نړيوال ادب لوی خلک د کاکاجي نه خبر هم دي ، ليکل يې هم پرې کړي دي ۔ او بيا احمد نديم قاسمي خو پرې داسې ليک کړی دی لکه چې د کاکاجي سره يې څنګ په څنګ ټول عمر تير کړی وي ۔ سره د دې چې په جيل کې يو ځای پاتې شوي دي او نزديکت يې ورسره لرلی دی خو د احمد نديم قاسمي په ليک کې ډير صداقت ، ډيره مينه ، ډير نزديکت او عقيدت دی ۔ بيا ما چې کله کتاب ليکلو په ۲۰۰۶ کې چې چاپ شو نو د هغه نړيوالو ليکوالو تاثرات مې هم راخستي دي او د خپلو پښتنو تاثرات مې هم راخستي دي ۔ قلندر مومند په کاکاجي صنوبر ډير ښکلی نظم ليکلی دی ۔ ډير کار پرې پکار دی “
د کاکاجي د سياسي نظريې او افکارو په حقله ډاکټر “مشال ډيجيټل” ته وويل:
” کاکاجي د هغه نظريې ، د هغه فلسفې او د هغه فکر پلوی پاتې شوی دی چې د معاشرې د ساينس غوندې درجه ورته حاصله ده ۔ مارکسي فکر په پښتنو کې خورولو د پاره د څه هم دلته د “کرک” خوشحال کاکاجي هم موجود و خو په بنيادګرانو کې يقيناً چې کاکاجي صنوبر هم شامل دی ۔ دلته پښتونخوا ته مارکسي فکر راوړل ، ترقي پسند سوچ راوړل او ترقي پسند سياست کول د کاکاجي ورکړه ده ۔ په ډير معذرت سره يوه خبره ماته راياديږي ، قلندر صيب سره مونږ ناست وو ، د شخصياتو ذکر کيدو چې په شلمه پيړۍ کې د پښتنو لوی شخصيات به څوک وي په سياسي حوالې سره؟ دا يو دوه نومونه اخستل کيدل ، قلندر صيب داسې رانيغ غوندې شو او کومو ملګرو چې نومونه اخستل هغوی ته يې وويل چې دا څه وايې؟ زه دا وايم چې په شلمه پيړۍ کې په سياسي حوالې سره که د باچا خان نه پس دويم نوم که څوک اخستل غواړي نو هغه به د کاکاجي صنوبر حسين مومند وي ۔ نو په سياسي حوالې سره د هغوی مقام ډير لوړ و بلکې په بين الاقوامي سياستدانانو کې شمار کيدو ۔ د سويت يونين د “بالشويک پارټۍ” سره د هغوی تعلقات ، د هندوستان په کچ د “کمونسټ پارټۍ” يا د هغې ځايي چې کوم شاخ و “نوجوانان بهارت سبها” يا “نوجوانان سرحد” چې دلته ده خپله جوړ کړی و ، د بهګت سنګ دوی سره د هغه تعلقات ۔ د کاکاجي سياسي نظريه ډيره کلير وه ، ډيره واضحه وه ۔ دومره پورې واضحه وه چې مخامخ يې هم خبرې کولې ۔ په اسلاميه کالج کې يو تقريب و، په هغه کې باچاخان خپله خبره وکړه چې مونږ هندستان له ازادي اخلو ځکه چې انګريز جابر دی ، ظالم دی ، بدمعاش دی ، غير دی ، د بل ځای نه راغلی دی ، استعمار دی ۔ له هغه پس چې کاکاجي خبره کوله نو ويې ويل چې باچاخان خو ټولې خبرې وکړې او دې ټولو خبرو سره زه اتفاق لرم خو انګريز په لاړ شي مونږ به ټول په شريکه جدوجهد کوو ۔ د انګريز نه پس چې دلته کوم خانان دي ، جاګيرداردي ، سرمايه دار دي ، نو دوی سره به څه کوو ؟ لهذا جنګ د اول نه بايد په سهي بنيادونو وشي ، نه چې مونږ بار بار جنګونه کوو ، کله يو جنګ وي د انګريز خلاف ، بيا بل جنګ وي د پنجابي خلاف بيا زمونږ د خپل خان خلاف جنګ وي ۔ نو ولې نه مونږ په يوځای جنګ شروع کړو چې هغه د لاندې طبقې وي ، هغه د مزدورانو جنګ وي ، هغه د کسانانو وي ، هغه د غريبانو وي ، که ګټه يې هم رسي چې نيغ په نيغ دغه طبقې ته ورسي “
شير عالم شنواري “مشال ډيجيټل” ته وويل چې کاکاجي ټول عمر په دې هڅه کې تير کړی و چې خلکو ته شعور ورکړي ۔
“يو مترقي فکر يې لرلو او کوشش يې کولو چې څومره د فکر خلک دي او هغه د ادب د لارې خدمت کوي هغوی ته هم لارښودنه وکړي ۔ د هغه د شخصيت کرزما (کرشمه) دا وه چې هغه د هر فکر خلک ځان سره په يو پليټ فارم باندې جمع کړل ۔ د دوست محمد خان کامل ، حمزه بابا او سمندر خان سمندر غوندې د لوی فکر خاوندان يې ځان سره په يوه لاره روان کړل او د “اولسي ادبي جرګې” اغاز يې وکړو ۔ دې نه مخکې دوه تنظيمونه وو ، يو د رحمان بابا حوالې سره تنظيم او يو”بزم ادب” و ۔ دا دوی يو ځای کړل او ويې ويل چې مونږ يو لوی پليټ فارم ولې جوړ نه کړو چې هي هغه کې مونږه ځوانانو ته يو فکر ورکړو ، صرف شعروشاعري نه چې د رحمان بابا په مزار سالانه مشاعره وشي او خبره ختمه شي ۔ کاکاجي ادب او صحافت د يوې وسلې په طور استعمال کړی دی ۔ مونږ سره د خوشحال خان خټک نه پس يو بشپړ صورت کې چې کوم مبارز شخصيت دی چې قلم او توره دواړه يې د يو مقصد د پاره استعمال کړي دي نو هغه صنوبر حسين کاکاجي دی ۔ هغه د قلم د لارې ، د صحافت د لارې ، د ادب د لارې يو ډير بشپړ جهاد کړی دی ۔ عملي جهاد يې هم کړی دی ۔ هغه په سهي معنو کې يو فريډم فايټر و ، يو پاليټيشن و ، يو سټيټسمين و او يو ډير باشعوره مترقي اديب و ۔ که مونږ د هغه ادبي تنقيدي شعور ته وګورو نو هغه چې هر چرته تلی دی ، چې کوم کلي ته تلی دی نو هلته يې د ځوانانو تنظيم جوړ کړی دی يا يې ځوانانو ته يوه ټولنه جوړه کړې ده ۔ بيا يي ورته د خپل وطن او تشخص په باره کې خبره کړې ده ۔ د خپل وطن د وسايلو او د طبقاتي کشمکش په باره کې يي ورته خبره کړې ده چې لويه طبقه څنګه وروستو پاتې طبقې ته نقصان ورکوي او د هغې د مفاداتو خلاف کار کوي ۔ نو دا د هغه سياسي فکر و چې هغه د ادب او صحافت د لارې خپور کړی و”
روښان يوسفزي د کاکاجي صنوبر حسين مومند د سياسي او صحافتي خدماتو ذکر داسې وکړو:
“ظاهره ده چې هغه خو يو استاذ بهرتي شوی و او بيا په هغه دوران کې هم هغه د “انجمن زمينداران” په نوم د يو تنظيم بنياد ايښی و ۔ هغه د ترنګزو باباجي او باچاخان ملګری و او مرستيال يې و خو د عدم تشدد د فلسفې ملګری نه و ۔ کاکاجي د “نوجوانان بهارت سبها” او د سبهاش چندر بوس د “ريډ ارمي” د هغه نظر منونکی و چې د هندوستان ازادي د ټوپک ، تماچې يا ګزار نه بغير نه شي حاصيلدای ۔ مطلب دا چې د تشدد ځواب په تشدد ورکول پکار دي ۔ دغه يو اختلاف د کاکاجي و ۔ سبهاش چندر بوس چې د عباد کاکا کره دلته په خفيه توګه راتلو نو په هغې کې هم ورسره د کاکاجي مرسته وه ۔ سبهاش چندر بوس دلته راغلو او بيا افغانستان ته لاړو ۔ د سياستدان په حيث هم د کاکاجي ډير لوی خدمات دي ۔ د صحافت په ميدان کې يې هم ډير خدمات دي ۔ “شعله” او “اسلم” يي د لاسو په پريس چاپول ۔ هغه ليهتو پريس په مومندو کې و ۔ کاکاجي خو څو څو ځله ګرفتار شو نو هلته بيا مفرور شو او هلته نه به يې د لاسو په پريس باندې رسالې چاپولې او په هغه کې هم دغه يو فکر ، دغه نظريه او دغه رنګ فنپارې خپرولې ۔ د کاکاجي سياسي خدمات ، ادبي خدمات او صحافتي خدمات ډير زيات دي ۔ تر دې پورې چې په کال ۱۹۵۱ کې د ارباب نورمحمد خلاف کاکاجي د صوبايي اسمبلۍ اليکشن هم کړی و ۔ اګرچې هغه اليکشن بايلو ځکه چې ارباب خو ارباب وي ، طاقتور و ، پيسه هم ورسره ډيره وه او کاکاجي پيسه نه لرله ۔ خو بيا هم د کاکاجي قدر او عزت د خلکو په زړونو کې و او خاصکر زمونږه چې کوم عالمان ، شاعران او اديبان دي هغوی ټول په کاکاجي باندې متفق و، په کاکاجي د چا هيڅ قسم اعتراض نه و ، سره د نظرياتي اختلافه ۔ کاکاجي دومره خوږ انسان و چې په اخلاقو کې او په تعلقاتو کې هم هغه د مساوات قايل و ۔ هغه چا سره هم غيرمساوي رويه يا داسې خبره نه وه کړې ۔ دا د کاکاجي يو بل کمال و ۔ کاکاجي دلته د “نوجوانان بهارت سبها” سيکرټري هم پاتې شوی و ۔ هغه تر مرګه پورې د ترقي پسند سوچ يا د کمونسټ پارټۍ او اشتراکيت علمبردار و ۔ په مشهور صحابي ابوذر غفاري باندې يې کتاب ليکلی و ۔ کاکاجي په لومړي ځل رحمان بابا د يو ترقي پسند شاعر او د خپل چاپيرچل شاعر په توګه معارفي کړو ۔ ټولو دا اعتراف کړی دی چې مونږ د کاکاجي نه ډيره زدکړه کړې ده يعني زمونږ په ادبي تربيت کې ، انساني تربيت او پښتني تربيت کې د کاکاجي صنوبر حسين مومند ډيره لويه برخه ده ۔
بل سرو صنوبريې يو په غاړه زرغون نه شو
راوتې د باړې نه نورې هم کږې ولې دي ”
ډاکټر حنيف خليل وويل چې بهرنۍ نړۍ کاکاجي پيژندلی دی خو پښتنو په سمه توګه تر اوسه و نه پيژندو ۔
” هغه يوازې اديب نه و بلکې اديب ساز و ، انجمن ساز و ۔ هغه چې د حمزه بابا او دوست محمد کامل مرحوم په مرسته په ۱۹۵۱ کې په مارچ کې د “اولسي ادبي جرګې” په نوم کومه جرګه جوړه کړه هغه د مجلسي تنقيد او د مجموعي نوي تنقيد د پاره يو سنګ ميل ثابت شو ۔ دغه جرګې لوی نقادان پيدا کړل ۔ دغه جرګې لوی شاعران ، افسانه نګاران او ليکوالان پيدا کړل ۔ د کاکاجي ، حمزه بابا او کامل صيب په مشرۍ کې يو لوی ټيم تيار شو د لويو اديبانو په شلمه صدۍ کې ، تاسو وګورئ ولي محمد طوفان ، اجمل خټک ، قلندر مومند ، هميش خليل ، سيف الرحمان سليم ، ايوب صابر ، صاحبزاده فيضي او نور بلا شمير خلک د اولسي ادبي جرګې او کاکاجي صنوبر د تربيت پيداوار دی چې د شلمې صدۍ د ټولو نه لوی اديبان دي ، ترقي پسند اديبان ، تر سليم راز صيب پورې ۔ هر څو که سليم راز صيب د کاکاجي سره په دغه جرګه کې نه دی پاتې شوی خو د هغه فکري وارث دی ، د هغه د نظريې مرستيال او شارح دی ۔ نو کاکاجي يو دور دی ، يو عصر دی په دغه درې واړو حوالو ۔ بيا د هغه ځانګړتيا دا ده چې په سياست کې هغه ته دومره ډيره پيسه د کمونسټ پارټۍ د فنډ په حيثيت راتله چې په هغه دور کې د پوره نسلونو د پاره کافي وه خو کاکاجي يوه روپۍ په ځان نه ده لګولې ۔ د کاکاجي د سر پټکی به سوری سوری و ۔ پټکی يي نه شو اخستی ۔ کاکاجي د دمې مريض و ، په دومره ډيرو پيسو کې هغه د خپلې دمې علاج نه شو کولی ۔ کاکاجي دومره مخلص او دومره خودداره انسان و ۔ د دويم جنګ عظيم په دوران کې د هغه مبارزه يوازې په پښتنه سيمه کې نه بلکې په روس او جرمني کې هم منلې شوې وه ۔ هغه عملي مبارز و ، هغه قلمي مبارز و ، د هغه کتابونه زمونږ مخې ته دي ، د هغه خدمات زمونږ مخې ته دي ۔ له بده مرغه کاکاجي مونږ هغسې نه دی پيژندلی ۔ ما پرې ډير ليکونه کړي دي چې په هغوی کې يو ليک دا هم دی چې مونږ کاکاجي و نه پيژندو ۔ بايد چې اوس خو يې وپيژنو دا څومره لوی شخصيت دی ، د پښتنو څومره لوی اتل دی ، په سياست ، ادب او صحافت درې واړو کې”
د کاکاجي د شاعرۍ په حقله د يوې پوښتنې په ځواب کې مصطفی سالک “مشال ډيجيټل” ته وويل :
” کاکاجي لږه شاعري کړې خو په تول يي پوره کړې ده ۔ په شاعرۍ کې هم د هغه فکر د يو ترقي پسند شاعر دی ۔ هم هغه خپل موضوعات لري ، هم هغه خپلې خبرې لري خو شاعري يې ډيره خوږه ده که غزل يې د موسيقۍ سره وويل شي نو ډير لوی شهرت به د يو شاعر په توګه هم وګټي ۔ يو غزل يې سردار علي ټکر ويلی دی او دومره مشهور شوی دی چې د هغه غزل هر بيت د يو متل غوندې استعماليږي ۔ يو بيت خو يې بيخي داسې متل ګرځيدلی دی چې دومره به د رحمان بابا يو بيت هم متل نه وي ګرځيدلی ۔ دا چې وايي
خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو
د مفلس حسن په يو موټي چڼو ځي
زه يې چې په سوشل ميډيا ګورم ځينو خلکو خو دا شعر نيم کړی دی دا اوله مصرع يې د يو متل په توګه کاروي ۔ صرف دومره وليکي چې
خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو
نو دا د کاکاجي د شاعرۍ عظمت دی ۔ کاکاجي لوی انسان و ۔ ډير خدمتونه يې کړي دي ، ډير تکليفونه يې تير کړي دي ، جيلونه يي تير کړي دي او د پښتنو د پرمختګ د پاره يې ډير کار کړی دی ۔ نقد او تنقيد يې ډير ژور دی ۔ دغسې څيړنه يې کړې ده ، ترجمې يې کړې دي ۔ لوی سړی و ۔ خدای دې يي وبخښي ، خدای دې يې جنت الفردوس په نصيب کړي ۔ امين ثم امين”
د کاکاجي د خوددارۍ په حقله د خپل پلار نه اوريدلې يوه کيسه ملک اصغر خان د “مشال ډيجيټل” سره داسې شريکه کړه”
” کاکاجي دلته خپلې اتلس کلنې مبارزې نه پس ، کله چې متحده هندوستان مات شو او پاکستان جوړ شو، نو پيښور کږې ولې ته واپس لاړو ۔ په کږه وله کې هغه د خپلو وريرونو سره په خپل ابايي کلي کې اوسيدو ۔ زما پلار او تره ، ملک محمد اکبر او ملک محمد انور، يې د ځان سره بوتلل او هلته يې د کږې ولې په سکول کې داخل کړل ۔ زما پلار ملک محمد اکبر وايي چې دی بيمار و او د ده سره ۱۵ آنې په جيب کي وې د ټانګې د تګ د پاره چې ده په پيښور رامداس بازار کې د يو حکيم نه علاج کاوه ۔ د ده د بيمارۍ نه سردار داود خبر شوی و او د ده د پاره يې د افغانستان کونسل جنرل او حمزه بابا په شکل کې استازي راوليږل ۔ کله چې حمزه بابا د ده خوا له راغی نو ده ورته وويل چې حمزه څنګه راغلې دا ميلمه څوک دی؟ هغه ورته وويل چې دا د افغانستان کونسل جنرل دی او دی دلته ستاسو د بيمارۍ پوښتنې له راغلی دی ۔ افغان کونسل جنرل ورته وويل چې سردار داود ستاسو د علاج د پاره پنځه لکه روپۍ راليږلې دي ۔ کاکاجي ورته وويل چې سردار داود ته زما سلام ووايه خو زه دا پيسې نه شم اخستی ، زما وس کيږي زه علاج په خپله کولی شم ۔ کله چې ضرورت شو تاسو ته ووايم ۔ نو د کونسل جنرل سوچ دا و چې دی خپه شو لکه چې دا پيسې لږې دي ۔ نو څو ورځو پس هم دغه کسان دواړه بيا راغلل ۔ بيا هم دغه خبرې تکرار شوې او کونسل جنرل ورته وويل چې هغه پيسې لږې وې تاسو پرې خپه شوۍ اوس سردار داود ډيرې پيسې راليږلې دي ۔ نو کاکاجي د غوسې نه تک سور شو او حمزه بابا يې مخاطب کړو چې حمزه زه تا ته ۔۔۔۔ پلانی خان ښکارم؟؟؟
پلار مې ، چې هغه وخت د اووم جومات زده کونکی و ، وايي چې هغوی کله لاړل او پيسې يې پيرته يوړې نو ما ورته وويل چې بابا ته خو بيمار يې دا پيسې به دې اخستې وې ۔ وايي چې د ده په سترګو کې غټې غټې اوښکې راغلې او دا يي وويل چې بچيه که ما دا يو لاس يو اړخ ته بل لاس بل اړخ ته وغځولو نو يو به د سرو او بل د سپينو نه ډک شي ۔ ما د مرګ په وخت مه خرڅوئ ۔
نو کاکاجي ډير ايماندار ، د خپلې مبارزې سره مخلص ، د خپل قام سره مخلص او د خپل وطن د خاورې سره مخلص و ۔ هغه ډير غټ غټ افرونه ريجيکټ کړي دي “
د ټول عمر خواريو او بندونو د سختيو له امله د کاکاجي صنوبر حسين مومند صحت ډير خراب شوی و ۔ د ساه بندۍ او زړه ناروغي يې هم زياته شوې وه ۔ د دغو ناروغيو له امله يې په دريمه جنورۍ ۱۹۶۳ کې خپل لوی لوی ارمانونه او تاوده احساسات د ځان سره ګور ته يوړل ۔ په خپل کلي کږه وله کې خاورو ته وسپارل شو ۔ کاکاجي واده نه کړی خو معنوي اولاد يې په نړۍ کې خور دی ۔

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom