نياز احمد خان
سوات که د قدرتي ښکلا، شینکي او يخ موسم له امله مشهور دې، نو هم دا شان د تاريخي پلوه هم په نړيواله کچه ځانګړې اهميت لري۔
تاريخ پوهان وايي چې سوات د زرګونو کلونو راهسې د بېلابېلو تهذیبونو د وسېدو ځاې پاتې شوی او د دغه تهذیبونو نښې نښانې د سوات په بېلابېلو سيمو کې تر وسه موندل کېږي۔
د سوات تجارتي ښار مينګوره کې موقعيت لرونکې “بټ کړه” هم د زرګونو کلونو لرغوني آثار لري۔ د بټ کړې دا آثار د رياست سوات په وخت کې په ۱۹۵۰مه لسيزه کې د ايټاليا حکومت په مرسته برڅېره او کيندل شوي وو۔
په دې سيمه کې يوه لويه سټوپا موندل شوې چې په مقامي ژبه ورته “ګمبت” ويل کېږي۔ دا ګمبت په سوات کې تر ټولو پخوانۍ سټوپا ګڼل کېږي۔ د دې ترڅنګ د بودايي مذهب د پلویانو لويه عبادت خانه هم موجوده ده او شاوخوا يې ګڼ شمېر واړه او لوی عبادت ځايونه او مجسمې موندل شوې دي۔
همدارنګه دلته د اوسېدو ځايونه او نور لرغوني آثار هم موندل شوي دي۔ تاريخ پوهان وايي چې دا آثار شاوخوا دوه زره کاله پخواني دي او په هغه وخت کې دا سيمه د بودايي مذهب د پلویانو يو لوی مذهبي مرکز وو۔
د “بټ کړې” نوم هم د “بتانو ځای” معنا لري، ځکه چې په دې سيمه کې د بودا ګڼ شمېر مجسمې او مذهبي آثار موندل شوي دي۔
د تاريخي اسنادو له مخې د بټ کړې لومړنۍ وداني شاوخوا دوه زره کاله پخوا، يعنې د ميلاد نه دوه پېړۍ وړاندې جوړه شوې وه۔ ځينې څېړونکي وايي چې د دې بنسټ د موريا واکمن اشوکا اعظم په زمانه/موده کې اېښودل شوی وو۔
دا سيمه په رسمي ډول د شلمې پېړۍ په پنځوسمی لسیزې کې هغه وخت نړيوال شهرت ته ورسېده کله چې ايټالوي لرغونپوهانو دلته کيندنې پيل کړې۔ په 1956م کال کې د ايټاليا د لرغونپوهنې ډلې د مشهور لرغونپوه دومينيکو فاسېنا په مشرۍ دلته پراخې پلټنې وکړې او ګڼ شمېر تاريخي آثار يې وموندل۔
د کيندنو پر مهال له دې ځايه د بودا مجسمې، لرغوني سکې،ځینې ليکونه، لوښي او نور قیمتي آثار ترلاسه شوي دي۔ پوهان وايي چې دلته موندل شوي ځينې مجسمې د نړۍ له لومړنيو بودايي مجسمو څخه شمېرل کېږي۔
د بټ کړې بله ځانګړنه دا ده چې دلته د يوناني او بودايي فنِ تعمير ګډ آثار شته دي، او د ګندهارا هنر نښې په دې ودانيو او مجسمو کې په څرګنده توګه ليدل کېږي۔
تاريخپوهان وايي چې مرکزي سټوپا په تیرو وختونو کې لږ تر لږه پنځه ځله پراخه شوی او هر وار نوې وداني د پخوانۍ پر سر جوړه شوې وه۔
له پاکستان جوړېدو وروسته دا سيمه د حکومت او د لرغونپوهنې د ادارې تر څارنې لاندې راغله۔ اوس مهال د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهنې اداره د دې تاريخي ځای ساتنه کوي او وخت په وخت پکې نورې څېړنې هم کېږي۔
بټ کړه څو ايکړه پراخه سيمه ده چې پکې مرکزي سټوپا، وړې سټوپې، عبادت خانې، لرغونې دېوالونه او زړې لارې شاملې دي۔
په وروستيو کلونو کې د نويو کيندنو پر مهال له دې سيمې دوه زره کلن سکې، خروښتي کتبې او نور لرغوني توکي هم موندل شوي چې د سوات د لرغوني تاريخ اهميت نور هم زياتوي۔
نن سبا بت کړه د پاکستان له مهمو تاريخي او سياحتي ځايونو څخه شمېرل کېږي او هر کال کورني او بهرني سېلانيان، د بودايي مذهب پلویان او څېړونکي د دې لرغوني تمدن د ليدو لپاره سوات ته راځي۔
بټ کړه وس د لرغونو آثارو د محکمې تر واک لاندې ده۔ د دې تاريخي ځایې د کتنې لپاره له کورنيو او بهرنيو سيلانيانو څخه فيس اخيستل کېږي او بيا هغوی ته د لرغونو آثارو د ليدو اجازه ورکول کېږي۔